نړۍ به زر د صهیونیسټ رژیم له مینځه تلل ووینی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i72794-نړۍ_به_زر_د_صهیونیسټ_رژیم_له_مینځه_تلل_ووینی
زمونږ خبریال وایی د ایران داسلامی جمهوریت پوځ ټینګار وکړ په سیمه کښې د ترهګرو ډلګیو په ماتی او ړنګیدا سره صهیونیسټ رژیم څنګ ته شوی او په نویو جنایتونو سره له تیر وخت څخه زیات رسوا شوی او نابودۍ سره مخ دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 06, 2018 10:31 Asia/Kabul
  • د نړۍ ملتونه هر څه وینی او تاریخ به په سم ډول قضاوت وکړي .
    د نړۍ ملتونه هر څه وینی او تاریخ به په سم ډول قضاوت وکړي .

زمونږ خبریال وایی د ایران داسلامی جمهوریت پوځ ټینګار وکړ په سیمه کښې د ترهګرو ډلګیو په ماتی او ړنګیدا سره صهیونیسټ رژیم څنګ ته شوی او په نویو جنایتونو سره له تیر وخت څخه زیات رسوا شوی او نابودۍ سره مخ دی .

دایران د اسلامی جمهوریت پوځ نن په یوې(۱) بیانیې کښې دقدس ورځ د باطل په مقابل کښې د حق د دریدا نښه وبلله او ډاګینه یې کړه قدس د جنایتکارې  امریکا او دصهیونیسټ  رژیم د سپیرو او خبیثو دسیسو په مقابل کښې د فلسطین له مظلوم ملت سره د مسلمانو ملتونو د پیوستون ،  دوحدت او د یوزړه توب ورځ ده.

دایران پوځ د قدس نړیواله ورځ له شیطانی قدرتونو او  د مظلوم ملت پرضد د نسل وژنې ، زور وینې او  له چورتالان سره د مخالفت د بیلګې په توګه بللی او ویلی یې دی په تیرو  کلونو کښې دښمانانو په سیمه کښې له تکفیری ډلو دملاتړ له لارې په اسلامی جبهې کښې د تفرقې او داختلاف په رامینځته کولو سره هڅه کړی ده چې دفلسطین مسله هیره کړې شی او صهیونیسټ رژیم په امن حاشیه کښې ورشی .

دایران دپوځ بیانیه قدس ته دامریکا دسفارت انتقالولو  او د اسرائیلو دناجایز رژیم دشرمونکی ژوند او دفلسطین د مظلوم ملت د حق غواړی غږ ځپلو ته اشاره کړی ده او ویلی یې دی له بده مرغه دسیمې ځینو عربو مشرانو د امریکا د تیریګر او له سپین سترګی توب څخه د ډک اقدام په وړاندې چپتیا غوره کولو او له صهیونیسټ رژیم سره داړیکو په  ټینګولو سره د فلسطین له ستر ملت او دهغه له ایډیل سره خیانت کړی دی خو باید پوه شی د نړۍ ملتونه هر څه وینی او تاریخ به په سم ډول قضاوت وکړی .