نړۍ به زر د صهیونیسټ رژیم له مینځه تلل ووینی
-
د نړۍ ملتونه هر څه وینی او تاریخ به په سم ډول قضاوت وکړي .
زمونږ خبریال وایی د ایران داسلامی جمهوریت پوځ ټینګار وکړ په سیمه کښې د ترهګرو ډلګیو په ماتی او ړنګیدا سره صهیونیسټ رژیم څنګ ته شوی او په نویو جنایتونو سره له تیر وخت څخه زیات رسوا شوی او نابودۍ سره مخ دی .
دایران د اسلامی جمهوریت پوځ نن په یوې(۱) بیانیې کښې دقدس ورځ د باطل په مقابل کښې د حق د دریدا نښه وبلله او ډاګینه یې کړه قدس د جنایتکارې امریکا او دصهیونیسټ رژیم د سپیرو او خبیثو دسیسو په مقابل کښې د فلسطین له مظلوم ملت سره د مسلمانو ملتونو د پیوستون ، دوحدت او د یوزړه توب ورځ ده.
دایران پوځ د قدس نړیواله ورځ له شیطانی قدرتونو او د مظلوم ملت پرضد د نسل وژنې ، زور وینې او له چورتالان سره د مخالفت د بیلګې په توګه بللی او ویلی یې دی په تیرو کلونو کښې دښمانانو په سیمه کښې له تکفیری ډلو دملاتړ له لارې په اسلامی جبهې کښې د تفرقې او داختلاف په رامینځته کولو سره هڅه کړی ده چې دفلسطین مسله هیره کړې شی او صهیونیسټ رژیم په امن حاشیه کښې ورشی .
دایران دپوځ بیانیه قدس ته دامریکا دسفارت انتقالولو او د اسرائیلو دناجایز رژیم دشرمونکی ژوند او دفلسطین د مظلوم ملت د حق غواړی غږ ځپلو ته اشاره کړی ده او ویلی یې دی له بده مرغه دسیمې ځینو عربو مشرانو د امریکا د تیریګر او له سپین سترګی توب څخه د ډک اقدام په وړاندې چپتیا غوره کولو او له صهیونیسټ رژیم سره داړیکو په ټینګولو سره د فلسطین له ستر ملت او دهغه له ایډیل سره خیانت کړی دی خو باید پوه شی د نړۍ ملتونه هر څه وینی او تاریخ به په سم ډول قضاوت وکړی .