ایران د فلسطین دخلکو د مبارزو ملاتړ کوی
-
قدس د فلسطین نښه ده ، قدس د مسلمانو ملتونو دټولو سپیڅلیو ځایونو نښه ده قدس د وحدت ترټولو بره نښه ده .
زمونږ خبریال وایی په نړیوالو چارو کښې د ایران داسلامی انقلاب دستر لارښود سلاکار علی اکبر ولایتی وویل دایران اسلامی جمهوریت دصهیونیسټ رژیم ، دهغه د ملاتړو او په تیره بیا د جنایتکارې امریکا په وړاندې د فلسطین د خلکو دمبارزو په ملاتړ کښې د مقاومت دجبهې په لومړۍ کرښې کښې ولاړ دی .
هغه د ویډیو کانفرنس له لارې دفلسطین په غزې کښې د قدس ورځې په مراسمو کښې وویل نن ورځ به چې د روژې مبارکې میاشتې له اخری جمعې سره سمون خوری د نړۍ خلک وګوری چې د قدس دنړیوالې ورځې لاریونونه به له تیرو کلونو څخه زیات په پرتمین ډول وشی .
په نړیوالو چارو کښې دایران داسلامی انقلاب دستر لارښود سلاکار علی اکبر ولایتی وویل قدس د فلسطین نښه ده ، قدس د مسلمانو ملتونو دټولو سپیڅلیو ځایونو نښه ده قدس د وحدت ترټولو بره نښه ده چې کولای شی ټولو مسلمانان سره راغونډولی شی .
هغه وویل دقدس ازادۍ یو(۱) لوړ هدف دی چې د ټولو مسلمانانو د وحدت چورلیز به وی او ټول په دې لاره کښې باید له خپلو اختلافاتو تیر شی چې د اسلامی امت لوړې ګټې محققې شی .