داسرائیلو اټومی پروګرام دنړۍ اودسیمې لپاره ګواښ دی
Jun 08, 2018 01:10 Asia/Kabul
-
رضا نجفي د صهیونیسټ رژیم اټومي فعالیتونه د سیمې د ملتونو او دنړیوالې ټولنې د اصلي اندیښنې سرچینه وبلل
ایرنا خبری اژانس وایی په اټومی انرژۍ نړیوال اژانس کښې د ایران دائمی استازی رضا نجفی د صهیونیسټ رژیم اټومی فعالیتونه د سیمې د ملتونو او دنړیوالې ټولنې د اصلی اندیښنې سرچینه وبلل .
هغه پرون د اټومی انرژۍ دنړیوال اژانس د واکمنۍ شورا دموسمی غونډې په اخری ورځ د صهیونیسټ رژیم داټومی فعالیتونو په زمینه کښې د لویدیځو هیوادونو په دوه ګوڼه کړچار او سیاست سختې نیوکې سره دغه رژیم ته د اټومی تجهیزاتو او موادو دانتقال او ورسره د ملګرتیا د بندیدا غوښتنه وکړه .
نجفی وویل له بده مرغه صهیونیسټ رژیم په تیرو کلونو کښې د نړیوالې ټولنې په جایزو غوښتنو سترګو پټولو او دځینو هیوادونو په ړانده ملاتړ او د ټولو نړیوالو مقرراتو او قوانینو په ښکاره خلاف ورزۍ سره دخپل اټومی پروګرام مخ ته بیولوته دوام ورکړی دی .
ټیګونه