اسلامی ایران دخپل توغندوی توان په بشبړډول دفاع کوی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i72916-اسلامی_ایران_دخپل_توغندوی_توان_په_بشبړډول_دفاع_کوی
دتهران د جمعې لمانځه خطیب همداراز ووئیل ، دقدس نړیوالې ورځې میلیونی لاریون نه یوازې د صهونیسټ رژیم په خلاف ،بلکې دامریکا، دسیمې د مرتجعو سازباز کونکو او دهغو کسانو په خلاف ؤ ، چې دمسلمانانو په ضد ئې دامریکا ،وحشی صهونیسټی رژیم او عربستان سپیرۀ مثلث جوړ کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 08, 2018 13:06 Asia/Kabul
  • اسلامی ایران دخپل توغندوی توان په بشبړډول دفاع کوی

دتهران د جمعې لمانځه خطیب همداراز ووئیل ، دقدس نړیوالې ورځې میلیونی لاریون نه یوازې د صهونیسټ رژیم په خلاف ،بلکې دامریکا، دسیمې د مرتجعو سازباز کونکو او دهغو کسانو په خلاف ؤ ، چې دمسلمانانو په ضد ئې دامریکا ،وحشی صهونیسټی رژیم او عربستان سپیرۀ مثلث جوړ کړی دی .

زمونږخبریال راپور راکړ د تهران دجمعې لمانځه خطیب  پخپلو خطبو کې ووئیل  دایران اسلامی جمهوریت  د توغندوی اقتدار  دساتلو حق لری  او  هرڅومره چې وغواړی ، توغندی تولید وی او په هدف دلګیدو  قدرت ئې هم زیاتوی .

 آیت   احمد خاتمی     د تهران د جعې لمانځه په خطبو کې  چې   دقدس  له نړیوالې ورځې  میلیونی لاریون سره په یووخت  ترسره شوې ،   دصهونیست رژیم  دنابودۍ  په هیلې سره  روښانه کړې ، امریکا اوصهونیسټ رژیم   د خداوندمتعال  او  اسلام ګډ دښمنان دی  او  د دښمنانو دسیسه  د  فلسطین دموضوع هیرول او یا  د دغې موضوع عربی بلل  دی ، خو  اوس   دغه جنایتکار وحشی صهونیسټی رژیم  دومره ذلیل شوی دی ، چې  د دغه  رژیم لومړی وزیر په اروپا کې   در په در سر دی  . 

 دتهران د جمعې لمانځه خطیب   همداراز ووئیل ،   دقدس نړیوالې ورځې میلیونی لاریون  نه یوازې د صهونیسټ رژیم  په خلاف ،بلکې دامریکا، دسیمې  د مرتجعو سازباز کونکو او دهغو کسانو په خلاف ؤ  ، چې   دمسلمانانو په ضد ئې  دامریکا ،وحشی صهونیسټی رژیم او  عربستان سپیرۀ مثلث  جوړ کړی دی .  

 آیت ا...احمد خاتمی  وئیلی دی،دسیمې مرتجع سازش کونکی اوس   دصهونیسټ رژیم  د په  رسمیّت پیژندلو لپاره  سره سیالۍ کوی ،خو دوی دې پوه شی ، چې دغه سیالی د هغوی د نسکوریدا سریزه ده .