چین له ایران سره په هراړخیزې ملګرتیا ټینګار لري
د چین د خارجه وزارت ویاندې وویل: بیجنګ به له برجامه د امریکې د وتنې سره سره، له ایران سره خپله اقتصادي ملګرتیا جاري وساتي.
ایرنا لیکلي چې هُوا چون یِنګ نن له ایټمي موافقې د امریکې په وتنې پسې له ایران څخه د ځینو لویدیځو پانګونکو شرکتونو د وتنې د احتمال په هکله وویل چې د چین حکومت په ایران باندې د هر ډول بندیز او دباؤ اچولو مخالف دی.
هغې په دې خبرې سره چې چین او ایران تل خپل اقتصادي او سوداګري مبادلات ساتلي دي، زیاته کړه: دواړه هیوادونه به د نړیوالو پروټوکولونو په خیال ساتنې سره خپلې ملګرتیاوې همدغه شان جاري وساتي.
د چین د خارجه وزارت ویاندې وویل: بیجنګ په برجام کښې خپل دریځ په ځلونو په واضحه او رڼه توګه اعلان کړی او ټینګار یې کړی دی چې چین د ایران په هکله پر خپلو نړیوالو ژمنو همداشان شان پابند دی او احترام یې کوي.