د امریکا بایکاټونه د اقتصادی ترهه ګرۍ بیلګه
د امریکا دولت د اقتصادی ترهه ګر په توګه کوشش کوی ایران هم په همدغه روده په تنګڅتیا کی راولی تر څو د امریکا زوروینو ته تسلیم شی
د تیرو بایکاټونو د ستنولو تر څنګ د د بایکاټونو پراخول او ایران پرضد د اقتصادی جنګ د سختولو لپاره د یوې متحدې جبهې د جوړولو لپاره هڅه د امریکا په نه بدلیدونکی سیاست بدل شوی دی ، خو دغه سیاست له اقتصادی ترهه ګرۍ پرته بل څه ندی .
د امریکا دولت لکه څرنګه چی په ځلونو خپلو سلطه غواړو هدفونو ته د رسیدا لپاره له پوځی سلطه پالنې استفاده کړی ده ، له اقتصادی قدرته هم ناوړه استفاده کوی او د یو اړخیزه بایکاټونو په اعمالولو سره په نړۍ په سلطې پسې ده ،د امریکا حکومت د اقتصادی ترهه ګر په توګه لهخپلو یو اړخیزه سیاستونو پیروۍ ته د نړۍ د خپلواکه حکومتونو او دولتونو په بایکاټ او ګواښلو سره هڅه کوی نړیواله ټولنه په تنګڅتیا کی راولی تر څو دامریکا زور وینو ته تسلیم شی .
د امریکا د مالیې وزارت مرستیال سیګل منډلکر د جون په ۵ له دیموکراسیو د دفاع په فاونډیشن کی له ایران سره د خپلو هم تړونو د اقتصادی اړیکو په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل هغه شرکتونه چی په ایران کی فعالیت کوی ، ډیرریسک او خطر سره مخامخ دی .
له دوهم لام وروسته امریکا چی ځان یې د نړۍ د ستر اقتصادی او صنعتی قطب په توګه مطرح کړ ، هڅه کړی ده چی اقتصادی قدرت د امریکا د مخالفو دولتونو د کمزوری کولو حتی تباه کولو لپاره په اوزار بدل کړی .
د ایټمی موافقې په وړاندی د امریکا کړچار هم د همدغه سیاست یوه بیلګه او په عین حال کی د نړیوالو قوانینو ښکاره خلاف ورزی اوتړون ماتونه ده چی د امریکا د حکومت او ټرمپ په وسیله ترسره شوی ده .
د اقتصاد په څانګه کی د پوهنتون استاد ډاکټر ناصر صنوبر په دې زمینه کی وایی :
اقتصادی وسله په ترهه ګر ماهیت سره په اوزار بدله شوی ده او هغه کسان چی له هغې استفاده کوی چی ځان په خپلورسندویو کی له ترهه ګرۍ سره په مبارزه کی بیرغوال بولی .
د ترور اقتصاد د کتاب لیکوال ناپلویتی درې کاله وړاندی دا فرضیه مطرح کړه چی ترهه ګری نن سبا دسلطې د نظام په تیره بیا امریکا په لاس کی اوزار دی چی له هغه د خپلو سلطه پالو هدفونو لپاره استفاده کوی .
امریکا د برتون وودز ، د نړیوال تجارت موسسه او نړیوال بانک په شان د نړیوالو اورګانونو او ادارو په جوړولو ، له اقتصادی او تجارتی راکړو ورکړو په استفادې او په ډالرو کی دکمی او زیاتی په رامینځته کولو سره په نړیوال اقتصاد کی ګډوډی رامینځته کوی او هڅه کوی له دغو اوزارونو په استفادی سره د خپلوسیاستونو مخالف هیوادونه د اقتصاد په حربه سره په ګونډو کړی .
د امریکا دولت د اقتصادی ترهه ګر په توګه کوشش کوی ایران هم په همدغه روده په تنګڅتیا کی راولی تر څو د امریکا زوروینو ته تسلیم شی .
خو د ایران ملت په تیرو څلویښتو کلونو کی هیڅکله د امریکا له بایکاټ ، دباو او زورویونکی کړچار ندې ویریدلی او د امریکا د بایکاټونو او زوروینو په وړاندی ندی منفعل شوی .