د بوشهر بریښناکوټ هر کال زر میاګاواټه پایداره بریښنا تولیدوي
Jun 10, 2018 14:18 Asia/Kabul
د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې مشر د ایران د سویل د بوشهر په ایټمي بټۍ کښې په دوامداره توګه د زر میګاواټه بریښنا د تولید خبر ورکړ.
علي اکبر صالحي نن په تهران کښې وویل: د بوشهر ایټمي بریښناکوټ له کال څخه د لسو میاشتو په موده پرله پسې زر میګاواټه بریښنا تولیدوي او دوه میاشتې هم د سونګو د بدلولو او تعمیراتو لپاره بند وي.
د بوشهر ایټمي بریښنا کوټ کابو اووه کاله مخکښې د بریښنا تولید پیل کړی دی. د دې بټۍ جوړول په سیمه کښې د دوو پياوړو هیوادونو په توګه د ایران او روسیې د سټراټیجکې ملګرتیا یو مثال دی.
د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې مشر همداشان پایداري، د ایټمي بریښنا خوبي وبلله او ویې ویل: نن سبا ایران ۵۵ زره میګاواټه بریښنا ته ضرورت لري.
ټیګونه