نوې ډیلې د ایران له بایکاټ سره مخالف دې
اروپایی هیوادونه باید د ایټمی موافقې په وړاندی په خپلو ژمنو پایبنده پاتې شی .
د هندوستان خارجه وزیرې میرمن سوشما سوراج د دې خبرې په کولو سره چی نوې ډیلې د ایران پرضد د امریکا له یوه اړخیزه بایکاټ سره مخالف دې ټینکار وکړ هند به د نړیوالو رودو او متقابل درناوی په چوکاټ کی له ایران سره خپلو راکړو ورکړو او مروداتو ته دړوام ورکړی .
د هند خارجه وزیرې پرون د ایټالیا او فرانسی په شمول ځو اروپایی هیوادونو ته له خپل پړاویز سره د ستنیدا په وخت د ایران په تبریز هوایی ډګر کی د اذربایجان له والی مجید خدا بخش سره په کتنه کی وویل د فرانسی د ولسمشر په شمول له اروپایی چارواکو سره په کتنو کی تینګار وشو چی اروپایی هیوادونه باید د ایټمی موافقې په وړاندی په خپلو ژمنو پایبنده پاتې شی . میرمن سوراج د تهران او نوی ډیلی د ملګرتیا په پراختیا په ټینګار سره له ایران سره د یورو په ارز سره د مالی مبادلې لپاره د هند چمتو والی اعلان کړ .
مجید خدا بخش هم په دغه کتنه کی د استکبار په وړاندی د هندی ولس مبارزو ته په اشاری سره وویل د تبریز خلک له تیرو وختونو راهیسې د هندوستان له ملت سره نږدی تجارتی او اقتصادی اړیکی درلودلی دی او دوه اړخیزه ملګرتیا باید په قدرت سره دوام ولری .