د ایران د چنګاښ د ۴ نیټې ځینې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i73954-د_ایران_د_چنګاښ_د_۴_نیټې_ځینې_مطبوعات
د ایران خارجه وزیر ښاغلی ډاکټر ظریف د تجارتی کوټې له ریسه پلاوی سره په غونډه کی وویل د امریکا سټراټیجیک هدف له ایټمی موافقې د ایران وتل دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 25, 2018 09:01 Asia/Kabul
  • د ایران د چنګاښ د ۴ نیټې ځینې مطبوعات

د ایران خارجه وزیر ښاغلی ډاکټر ظریف د تجارتی کوټې له ریسه پلاوی سره په غونډه کی وویل د امریکا سټراټیجیک هدف له ایټمی موافقې د ایران وتل دی .

 

جمهوری اسلامی

د ایران دولت او اسلامی شورا له اقتصادی مشکلاتو د تیریدا لپاره  د ټولو قواو په غږملتیا ټینګار وکړ .

یمن د تیری ګرو په وړاندی د ملګرو ملتو چوپتیا وغندله . د یمن د ملی نجات دولت ویندوی عبد السلام جابر د یمن په جنوبی ولایتونو کی د پټو جیلونو په جوړولو کی د امریکا او اماراتو د اقدام او په بندیانو د تیری په غندلو سره زیاته کړه که د ملګرو ملتو او هغې پورې اړونده ادارو چوپتیا نه وای نو دغو شرمونکیو جنایتونو به دوام نه درلود .

عبدالسلام جابر همداراز د ملګرو ملتو ادارې او هغې پورې اړونده د نورو ادارو ځینې ادعاګانی چی په الحدیده د سعودی تیری ګرو حملې توجیهوی  ، د یمن ملت ته د بشر دوستانه مرستو په ارتباط د ملی نجات دولت د کار ړنګونو په اړه د بخښنې نړیوالې ادارې ادعا رد کړه .

د عربستان او اماراتو په مشرۍ تیری ګر ایتلاف تیره اونۍ  د انسانی حالاتو د خرابیدا په اړه  له نړیوالو خبرداریو سره سره  د الحدیده بندر د نیولو لپاره پراخه حمله بیل کړی چی تراوسه د یبمن د پوځ او ولسی کمیټیو  له مقاومت سره مخامخ شوی دی .

د صیهونیسټ رژیم رسندویو  د اسراییلو او عربستان ترمینځ د اورګادی د جوړولو  له پیلیدا پرده اوچته کړه .

د ايران خارجه وزير له برجامه د وتلو په شمول د امريکې د ولسمشر غېر سنجيده اقداماتو ته په اشارې سره وويل، د ډونالډ ټرمپ د بدنامۍ لګښت د ايران په ګټه تماميږي.

د ايران د اسلامي جمهوريت وړومبي مرستيال جهانګیری د دې خبرې په کولو  سره چې امريکې په خپل ګمان د ايران په خلاف يو نوے اقتصادي جنګ شروع کړے دے وويل، امريکه ګمان کوي چې په دې جنګ سره کولې شي د ايران اقتصاد له بندون سره مخامخ کړي خو بيا به هم ناکامه پاتې شي.

نامعلومو وسله والو کسانو  پرون په د مالي هیواد په مرکې موپتي سیمه کې  په یوه کلي په برید سره  کابو پنځوس ملکي کسان منجمله څوښځې او ماشومان ووژل .

 

اطلاعات

 

د ایران خارجه وزیر ښاغلی ډاکټر ظریف د تجارتی کوټې له ریسه پلاوی سره په غونډه کی وویل د امریکا سټراټیجیک هدف  له ایټمی موافقې د ایران وتل دی .

 

د شیخ زکزکی په پلویانو د پولیسو په حمله کی دوه کسان شهیدان او ۴۰ ژوبل شول .

 امریکا ویلی دی د بشا راسد مخالفان نور زمونږ ملاتړ ته زړه ښه نکړی .

امریکا خپل انډیوالان له لاسه ورکوي. برید جنرال سید یحیی رحیم صفوي په دې خبرې سره چې لویدیځه آسیا یوه داسې مهمه سیمه ده چې له سیمې بهر قدرتونه پکښې د شتون لپاره سیالۍ کوي، ټینګار وکړ: لویدیځه آسیا سیمه به تر راتلونکو دولسو کالو پورې د نړۍ ترټولو لانجمنه او له مسائلو ډکه سیمه وي او د ایران اسلامي جمهوریت به پکښې په اقتصادي، سیاسي او کلتوري برخه کښې یو سیمه ایز قدرت وي.

هغه دې ته په اشارې سره چې په سیمه کښې هیڅ موضوع د ایران له ګډون پرته نه هواریږي، څرګنده کړه: امریکایانو په عراق او سوریې کښې ماتې وخوړه او د ایران، روسیې، سوریې او حزب ا... ائتلاف بریالی شو.

د ایران د اسلامي انقلاب د معظم رهبر لوړرتبه سلاکار ټینګار وکړ چې د لبیان حزب ا... ځانله ۸۰ زره توغندي لري چې دا یې د پرمختګ او قدرت نښه ده او همداشان دا قدرت د صهیونیسټانو لپاره یوه همیشنۍ ویره ګڼله کیږي.

د ايران د قضائيه قوې مشر وويل: دښمنان په تېره بيا د امريکې په شمول سلط ګر هېوادونه چې د بشري حقوقو په زمينه کښې يوه توره عملنامه لري له بشري حقوقو څخه په ايران او ځينو نورو هېوادونو باندې د دباو راوړلو لپاره د يوې وسلې په توګه استفاده کوي .

د فټ بال په نړیوال کپ کې پرون درې لوبې وشوې . په روسیې کې د روان فټ بال کپ په نړیوالو سیالیو کې  انګلینډ ، پانامه ، او کولمبیا  پولینډ ته ماته ورکړه او د سینګال او جاپان میچ برابر شو.

لاریجانی وویل د ایران او جارجیا دوستی نوره هم پایداره کیږی. د اسلامی شورا مشر ډاکټر علی لاریجانی په تهران کی د جارجیا د پارلیمانی دوستی د ډلې له مشر شالوا کیکناولیدزه سره په کتنه کی د دواړو هیوادونو ترمینځ تاریخی اړیکو ته په اشاری سره وویل   ایران  د درملو او طبی خدماتو په شمول په بیلا بیلو اقتصادی زمینو کی  له جارجیا سره ملګرتیا کولی شی . لاریجانی همداراز د ایران او جارجیا د اړیکو سویه ښه وبلله .

 

جوان

د ایران خارجه وزیر ښاغلی محمد جواد ظریف ویلی دی رویټرز په ورځ کی د ایران د اقتصاد پرضد ۵۰ دروغ جوړوی .

 

د سوریې پوځ د جولان د پولې د کنټرولو په درشل کی دی .

سعودي فعالانو او انټرنیټ استعمالوونکو وویل چې  په ریاض کې څو چاودنې اوریدل شوې دي. تر اوسه د دغه حملې د سر او مال د تاوانونو راپور نه دی راغلی.

په پاکستان کښې د آل سعود خلاف مظاهرې وشوې . په یاد لاریون کښې ګډونوالو آل سعود، آل یهود وباله او د جنت البقیع د مبارکو قبرونو د زرترزره بیا رغاونې غوښتنه یې وکړه .

د ایران په باره کی د پمپئو چټی او بی ځایه خبری دوام لری . د امریکی خارجه وزیر«مایک پمپئو» د«ام اسی ان بی سی» خبری شبکې سره په مرکه کی، د ایران په هکله د خپلو پخوانیو چټی خبرو په تکرارولو سره، ادعا وکړه؛ چی که ایرانیان د اټمی وسلو د پروګرام په لور حرکت پیل کړی، د نړۍ له قهر او غصې سره به مخامخ شی؛ ټوله نړۍ به ورسره مخالفت وکړی، او د دغه کار پایله به، په هغې لاره کی ختمه شی، چی د ایران په ګټه نه وی.