د مینځنی ختیځ کړکیچونه د بهرنۍ لاسوهنې په خاطر دی
-
د صهیونیسټ رژیم لخوا د فلسطین د ټاټوبي نیواک د مینځني ختیځ د ټولو جنګونو اساسي او اصلي علت دی .
په ملګروملتونو کښې دایران داسلامی جمهوریت دائمی استازی غلامعلی خوشرو پرون وویل دهغو حکومتونو چې له ایران څخه دهیوادونو او دخلکو د ویرولو په لاره کښې ګام اخلی هدف دسیمې په هیوادونو د ډیرو وسلو خرڅول او په پراخه سویه دسیمې تباه کول دی .
هغه د ملګروملتونو دامنیت شورا په عمومی غونډې کښې چې د افریقا د شمال او د مینځنی ختیځ په موضوع سره وشوه ډاګینه کړه په مینځنی ختیځ او د افریقا د شمال د ټولو شخړو او د کړکیچونو اصلی جرړه بهرنۍ لاسوهنه او نیواکګرۍ ده .
په ملګروملتونو کښې دایران دائمی استازی غلامعلی خوشرو د صهیونیسټ رژیم لخوا د فلسطین د ټاټوبی نیواک د مینځنی ختیځ د ټولو جنګونو اساسی او اصلی علت وباله او ویې ویل اسرائیلو په سوریې او لبنان څه دپاسه سل(۱۰۰) حملې کړی دی دا په داسې حال کښې دی چې د فلسطین ټاټوبی او د سوریې د جولان لوړې هماغه راز د صهیونیسټ رژیم په غیر قانونی نیواک کښې دی .
خوشرو د سعودی عربستان دائتلاف لخوا په یمن تیری ، جنایتونو او کلابندۍ ته په اشارې سره وویل دغه اقدامات نیغ په نیغه سوله او امنیت په خطر کښې اچوی .
په ملګروملتونو کښې دایران دائمی استازی غلامعلی خوشرو جوته کړه نړیواله ټولنه او امنیت شورا باید عربستان په یمن کښې د جنایتونو په دلیل مواخذه کړی او ددغه تیری دختمولو لپاره جدی اقدام ترسره کړی .
خوشرو دغه راز دسوریې کړکیچ او له داعش او نورو ترهګرو ډلو سره د مبارزې لپاره د روسیې او دایران د اسلامی جمهوریت اقداماتو ته اشاره وکړه او ددغه کړکیچ د ختمولو لپاره یې په سیاسی حل لارې ټینګار سره وویل یوازې د سوریې خلک حق لری د خپل راتلونکی په اړه فیصله وکړی .