ځینې عرب هیوادونه په عراق د ترهګرۍ دتپلو هڅه کوی
زمونږخبریال وایی د ایران د ملی امنیت دلوړې شورا سیکرټر علی شمخانی په سیمه کښې د ترهګرو دپاتی شونو دملاتړ لپاره دامریکا هڅې ته په اشارې سره وویل د سیمې ځینې عرب هیوادونه په عراق د بې ثباتۍ او د ترهګرۍ د ورتپلو هڅه کوی .
د ایران دملی امنیت دلوړې شورا سیکرټر علی شمخانی پرون په تهران کښې د عراق دلومړی وزیر دملی امنیت له سلاکار فالح فیاض سره په کتنې کښې له ترهګرۍ دملاتړ په لړ کښې د سوریې او دعراق په وسله والو ځواکونو د امریکا حملو ته اشاره وکړه او ویې ویل هغه هیوادونه چې ګمان کوی په امریکا اعتماد سره کولای شی په سیمه کښې ثبات او داخلی امنیت تامین کړی دترهګرۍ له پیاوړتیا سره مرسته کوی .
هغه دسیمې د ځینو عربو هیوادونو په کړچارونو خواشینۍ څرګندولو سره چې داسرائیلو د رژیم په ستراتیژک شریک بدل شوی دی وویل ددغو هیوادونو له توهم ډک او بې تجربې حکومتونه د چټی او د نمایشی کړچارونو په غوره کولو سره په جعلی او زیاتیدونکو اقتصادی ، امنیتی او ټولنیزو مشکلاتو د برغولی د کیښودلو کوشش کوی .
دایران دملی امنیت دلوړې شورا سیکرټر علی شمخانی په دې خبرې سره چې ایران تل په رښتیونی ډول او له کومې توقع پرته دعراق دخلکو په څنګ کښې ولاړ وو او دی وویل دعراق دملت له غوښتنې او ارادې پریکنده ملاتړ د ایران دنا بدلیدا وړ سیاست او تګلاره ده .