صهیونیست رژیم د نړیوال امنیت لپاره ګواښ دی
-
د کیمیاوي وسلو د بندیز د ادارې د جوړیدا له شلو(۲۰) کلونو تیریدا وروسته دسیمې د امنیت او د سولې په اړه یوشمیر اندیښنې شته .
ایرنا خبری اژانس وایی دایران دفاع وزیر امیر حاتمی په شمال لویدیځ کښې په سردشت ښار د عراق دهغه وخت د صدام رژیم د کیمیاوی وسلو دحملې کلیزې ته په اشارې سره ټینګار وکړ صهیونیسټ رژیم د ممنوعه وسلو د زیرمو په لرلو سره دنړیوال امنیت لپاره ګواښ دی .
هغه نن په یوه(۱) پیغام کښې د سیمې د امنیت او دسولې د ترټولو ستر ګواښ په توګه دصهیونیسټ غاصب رژیم د کیمیاوی و سلو له مینځه وړلو او په دغو وسلو د څارنې نه منلو ته په اشارې سره په مینځنی ختیځ کښې د کیمیاوی ترهګرۍ د رامینځته کیدا په اړه خبرداری ورکړ .
امیر حاتمی دایران اسلامی جمهوریت د کیمیاوی وسلو د ترټولو ستر قربانی په توګه وباله او ویې ویل د کیمیاوی وسلو د بندیز د ادارې د جوړیدا له شلو(۲۰) کلونو تیریدا وروسته دسیمې د امنیت او د سولې په اړه یوشمیر اندیښنې شته .
دایران دفاع وزیر امیر حاتمی ډاګینه کړه امریکا دنړیوالو اصولو او قوانینو په خلاف ورزۍ او په امنیت شورا او د کیمیاوی وسلو د بندیز په ادارې سترګې پټولو او د کیمیاوی وسلو د کارولو په پلمه د سوریې دحکومت د بیخ بنایانو پرضد پوځی حملو سره مینځنی ختیځ له مخکې څخه زیات له ناامنۍ سره مخ کړی دی .
د ویلو ده چې دعراق دهغه وخت بعث رژیم د ۱۹۸۷ میلادی کال دجون دمیاشتې په اتویشتمه(۲۸) نیټه دایران په سردشت سرحدی ښار د کیمیاوی وسلو حملې کړی وې چې له کبله یې یوسل نولس(۱۱۹) ملکی خلک شهیدان او څه دپاسه اته زره(۸۰۰۰) کسان ژوبل شوی وو .