د ایران دچنګاښ د ۱۷ نیټې ځینې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i74475-د_ایران_دچنګاښ_د_۱۷_نیټې_ځینې_مطبوعات
د ایران خارجه وزیر ظریف ویلی دی نړۍ د امریکا په وړاندی دریدلی ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 08, 2018 08:43 Asia/Kabul
  • د ایران دچنګاښ د ۱۷ نیټې ځینې مطبوعات

د ایران خارجه وزیر ظریف ویلی دی نړۍ د امریکا په وړاندی دریدلی ده .

جمهوری اسلامی

 

د اسلامی ایران خارجه وزیر ډاکټر محمد جواد ظریف ویلی دی د برجام غړی د ایران د تیلو اخیستلو ته ژمن شول .

د صیهونیست رژیم یوه استازی د اسراییلو په پارلیمان کی د وینا لپاره د عربستان ولی عهد ته بلنه ورکړه .

داروپا وړاندیزونه دامریکا له ګواښونو سره د مقابله لپاره نه دی . د ایران داسلامی شورا دبهرنی سیاست او د ملي امنیت د کمیسیون مشر حشمت اله فلاحت پیشه وویل داروپایی هیوادونو وړاندیزونه دامریکا له ګواښونو او د فرصت له مینځه وړلو سره د مقابلې لپاره نه دی .

له اټومی تړون دامریکا له وتلو وروسته د خارجه وزیرانو په سویه د اټومی موافقې دګډ کمیسیون لومړنۍ غونډه پرون دایران او د جرمنی، فرانسې ، بریتانیا ، چین او دروسیې دخارجه وزیرانو او د اورپایی اتحادیې دبهرنی سیاست د مشرې میرمن فیډریکا موګرینی په ګډون سره دویانا په کوبورګ هوټل کښې وشوه .

په دغه غونډې کښې په رسمی ډول د اروپایی اتحادیې وړاندیزونه ایران ته ورکړل شول .

هغه وویل دامریکا ولسمشر ټرمپ ګواښ کړی وو نړیوال بازار ته د ایران دتیلو د صادریدا او نړیوالو بانکونو ته دایران د اسلامی جمهوریت د لاسرسی مخه نیسی نو ځکه خو باید د اروپا په وړاندیزونو کښې ددغه اقدام دمخنیوی او دایران دتیلو دصادراتو د ساتلو لپاره یوشمیر تدبیرونه غوره کیدلی چې له بده مرغه داروپایانو د وړاندیزونو په هکله دغه جدی شک شته .

په جاپان کی  په توپان او د مځکی خوییدا کی ۹۰ کسان وژل شوی دی

د سوریې پوځ د دمشق او امان په نړیوالې لارې مسلط شو .

 عربستان د یمن په بمبارولو کی له اسراییلی وسلو استفاده کوی .

په ایران کی په پارلیمان او د امام خمینی رح په حرم  حمله کونکی د داعش اته غړی اعدام شول .

د افغانستان په  ارزګان کې یوه افغان عسکر دریو امریکایی پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولی ده .

اکانومسټ لیکی چی دلویدیځ ایتلاف لړزانه شوی دی .

د جارج واشنګټن پوهنتون یو استاد وایی ټرمپ بدمعاش دی او باید د هغه په وړاندی مقاومت وشی .

 

اطلاعات

 

د ایران خارجه وزیر ظریف ویلی دی نړۍ د امریکا په وړاندی دریدلی ده .

 

په نړیوالو چارو کښې د ایران داسلامی شورا د مشر ځانګړی مرستیال حسین امیر عبداللهیان په تهران کښې د فلسطین له سفیر صلاح الزواوی سره په کتنې کښې وویل دایران اسلامی جمهوریت به دفلسطین ملاتړ ته دوام ورکړی

 

د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزارت وياند له امسټرډم څخه د دوو ايراني ډېپلومېټانو له وېستلو وروسته دغې وزارتخانې ته د هالېنډ د سفير د احضارولو خبر ورکړ

 

دمینځنی ختیځ د چارو کارپیژاند حسین شیخ الاسلام د فلسطین له خلکو په نړیوال او سیمه ییز ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل امریکا او صهیونیسټ رژیم دفلسطین په ملت خپله اراده نشی ورتپلی

 

دچین رسنیو د اټومی موافقې او داړیکو د راتلونکی په اړه له اروپایی هیوادونو سره د ایران داسلامی جمهوریت خبرې رغنده وبللې .

 

د امریکې په کانګرس کښې د کېليفورنيا د چوکۍ يو مامزد جان فيټز جرالډ له هولوکاسټ څخه انکار وکړ او تل ابيب يې د ۲۰۰۱ کال د ستبمر د يولسمې د حملو ذمه عامل وبلۀ.

د فلسطینیانو د ورستنیدا د مظاهرو په ځپلو کی یو بل کس شهید او ۴۰۰ نور ژوبل شول .

دایران دتیلو په تولید او صادراتو کښې بدلون نه دی راغلی . دایران دتیلو وزیر بیژن نامدار زنګنه وویل تراوسه دهیواد د تیلو د تولید او دصادراتو په اندازه کښې کوم ستر بدلون نه دی راغلی .

هغه دایران داسلامی جمهوریت پرضد دامریکا د تیلو له سیاستونو سره  دمقابلې په اړه وویل ایران دامریکا داقداماتو په وړاندې  خپل سیاستونه او پروګرامونو مخ ته بیولی دی او بو به یې ځی .

 

دایران د تیلو وزیر بیژن نامدار زنګنه دغه راز دتیلو دتولید د زیاتولو لپاره د تیلو د تولیدونکو هیوادونو د موسسې اوپیک (OPEC)په ځینو غړو هیوادونو ددباو د راوستلو په اړه د امریکا د ولسمشر ټرمپ د څرګندونو په اړه وویل د اوپیک اصل او اساس پر دې ولاړ دی چې دتیلو بازار سیاسی نه وی او سیاسی عوامل د تیلو په بازار کښې لاسوهنه ونلری چې دتیلو عرضه او تقاضاد تیلو نهایی بیه وټاکی خو ځینې سیاسی اقدامات او بې ثباتیانې د تیلو په بازار کښې د اندیښنې درامینځته کیدا او د تیلو د بیو د زیاتیدا سبب کیږی .

دایران دتیلو وزیر وویل دامریکا د ولسمشر ټرمپ په اقداماتو سره په نړیواله سویه دتیلو بیه زیاته شوی ده او د تیلو په بازار کښې دبې ثباتۍ سبب شوی ده .

هغه دایران دتیلو دصادریدا او دتیلو د نړیوال بازار د راتلونکی په اړه هم ټینګار وکړ دایران دتیلو وزارت او حکومت دامریکا له اقداماتو سره مقابله کړی ده او دتیلو د صادراتو دبازار د ساتلو لپاره یې خپله ټوله هڅه کارولی ده .

 

وطن امروز ورځپاڼه

 

د ایران په پارلیمان او امام خمینی رح حرم حمله کونکی اته داعشیان پانسی شول .

 

شمالی کوریا وایی له امریکا سره خبرې اترې خواشینونکی وې .

 

په جاپان کښې بارانونو ۵۴ کسان وژلی . د جاپان په لویدیځ او مرکز کښې دسختو بارانونو له کبله په بیلابیلو پیښو کښې تراوسه څلور پنځوس کسان وژل شوی اوڅلور څلویبښت نور بې درکه شوی هم دی .

ویره شته چې دمړو او دبې درکه کسانو شمیر نور هم زیات شی .

دسختو بارانونو له کبله د جاپان په سړکونو کښې اوبه جمع شوی او په سمندرونو کښې د اوبو سویه خطرناک حد ته لوړه شوی ده .

د جاپان ژغورونکی له اغیزمنو شویو سیمو د خلکو  دایستلو کار ته دوام ورکړی .

دسختو بارانونو له کبله دجاپان نولس لکه خلک بې کوره شوی هم دی

 

 

د ایران خارجه وزییر ظریف ویلی دی په ویانا ناسته کښې د ایرانی ملت د ګټو پر پوره کیدا ټینګار وشو

د هند ترکنټرول لاندې کشمير کښې په کشميري احتجاج کونکو د هندي امنيتي ځواکوو په حمله کښې درې تنه ووژل شول.

د فلسطین د جهاد اسلامی غورځنګ دسیاسی دفتر غړی شیخ نافذ عزام وویل اسلامی او عربی امتونه باید خپله لاره سمه کړی او دفلسطین په وړاندې په خپل مسولیت عمل وکړی

 

دیمن د پوځ او دانصار الله ولسی غورځنګ ځواکونه بریالی شول د تعز ولایت په لویدیځ کښې په الوازعیه سیمه کښې مهم او ستراتیژیک غرونه په کامل ډول په خپل کنټرول کښې ورولی .