امریکا په عراق او سوریې کښې ماته خوړلی ده .
-
دداعش له مینځه تل دسیمه ییزو ملګرتیاو نښه او د ایران ، ترکیې او د روسیې د تعامل نتیجه وه .
ایرنا خبری اژانس وایی دایران داسلامی جمهوریت دفاع وزیر امیر حاتمی د ترکیې له دفاع وزیر نورالدین جانیکلی (Nurettin Canikli) سره په ټیلی فونی خبرو کښې دصهیونیسټ رژیم د پلازمینې په توګه د قدس د اعلانولو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اقدام ته په اشارې سره وویل
دغه اقدام په عراق او سوریې کښې د امریکا له ماتی خوړلو او دعراق د کردستان د خپلواکۍ په اعلانولو کښې واشنګټن له ناکامۍ او دلبنان د حکومت دقانونی لومړی وزیر په زوره استعفا ورکولو کښې دهغوې له شرمیدا وروسته ترسره شوی دی .
امیر حاتمی دسیمې دبدلونونو په اړه په ګډ تعامل کښې د ایران او دترکیې په ښو اړیکو د خوښې په څرګندولو سره وویل ځینې نړیوال او سیمه ییز قدرتونه په تیرو څو کلونو کښې له یوبل څخه دایران او دترکیې په جلا کولو پسې وو خو د دواړو هیوادونو د مشرانو د ارادې په سیوری کښې دهغوې سپیره نقشه له ماتی سره مخ شوی ده .
دایران دفاع وزیر امیر حاتمی دغه راز دترکیې حکومت او ملت ته د داعش ډلې د ماتی په مبارکۍ سره وویل دداعش له مینځه تل دسیمه ییزو ملګرتیاو نښه او د ایران ، ترکیې او د روسیې د تعامل نتیجه وه چې دغه مهمې پیښې دامریکا حکومت او صهیونیسټ رژیم لالهانده کړی دی .