د ایران دچنگاښ د ۲۰ نیټې ځینې ورځپاڼۍ
صیهونیست رژیم وایی دسعودی ولی عهد بن سلمان د سیاست ماته زمونږ ګټې په خطر کی اچوی .
جمهوری اسلامی
له ایران سره له ملګرتیاد جرمنی ملاتړ د امریکا اولسمشر ټرمپ غوسه کړ .
د یمن د جنوب دوو روغتونونو ته د سعودی او اماراتی ایتلاف د عسکرو ۲۵۰ مړی انتقال شوی دی .
د چین خارجه وزارت وایی یو اړخیزه بایکاټونه د نړیوالو قوانینو خلاف ورزی ده او مونږ یې نه منو . د چین د خارجه وزارت ویندوۍ میرمن هواچون یینګ ټینګار وکړ پکن په هیڅ وجه د ایران پرضد یو اړخیزه بایکاټونه نه منی . هغې همداراز جوته کړه چین به د ایټمی موافقې د ساتلو لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړی .
د امریکا ولسمشر ټرمپ د می په اتمه نیټه د اسلامی ایران پرضد د چټی تورونو په تکرارولو سره له ایټمی موافقې د واشنګټن وتل او د ایټمی بایکاټونو ستنول اعلان کړل .
د امریکا دا اقدام له پراخو داخلی او نړیوالو غندنو سره مخامخ شو .
انګلستان ، فرانسې ، روسیې و چین ، جرمنی او اروپایی اتحادیې د ایټمی موافقې د لورو په توګه جوته کړی ده چی له دغې نړیوالې موافقې ملاتړ کوی .
په کاناډا کی د ګرمی له امله د وژل شویو شمیر ۷۰ تنو ته زیات شو .
د جاپان د سیلاب د قربانیانو شمیر هم ۲۲۲ مړیو او بې درکوته ورسیدو .
داروپایی شورا مشر ډونالډ ټوسک دامریکا په ولسمشر ټرمپ غږ وکړ دخپلو متحدانو احترام وکړی او د هره ورځ له نیوکو لاس واخلی
په برجام کښې پاتې لوري ایران ته د ضمانت ورکولو نیت لري . د ایران د خارجه وزارت ویاند په ویانا کښې د ایټمي موافقې (برجام) د ګډ کمیشن د غونډې ترسره کیدو ته په اشارې سره وویل: چین، روسیې او اروپايي لورو د ایټمي موافقې د دوام او په دغه موافقه کښې د پاتې کیدو لپاره ایران ته د ضمانت په ورکولو سره ښه سیاسي اراده ښودلې ده.
اطلاعات
د ایران د ولسمشر لومړی مرستیال جهانګیری ویلی دی حکومت به له سختو شرایطو ، هیواد په بریالیتوب سره وباسی .
د بهرنیو اړیکو د سټراټیجیکی شورا مشر کمال خرازی وایی د ایټمی موافقې د اجر ا لپاره د اروپا د اقدام لمبر دې .
د اسلامی انقلاب دستر لارښود سلاکار ډاکټر ولایتی روسیې ته ورځی . بهرام قاسمی وویل په نړیوالو چارو کښې د اسلامی انقلاب د ستر لارښود سلاکار ډاکټر علی اکبر ولایتی دبهرنیو چارو د وزارت له چارواکو د یوه جوړ پلاوی په مشرۍ د روسیې پلازمینې ماسکو ته ورځی . هغه روسیې ته په نړیوالو چارو کښې د ایران داسلامی انقلاب د ستر لارښود د سلاکار ولایتی سفر ډیر مهم وباله او ویې ویل ولایتی د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته د اسلامی انقلاب د ستر لارښود او د اسلامی ایران دولسمشر یو پیغام وروړی .
دایران دبهرنیو چارو دوزارت ویاند بهرام قاسمی له اټومی موافقې دامریکا له وتلو وروسته نورو هیوادونو ته د ایران د دریځونو او دنظرونو بیانولو ته په اشارې سره وویل دامریکا د ولسمشر ټرمپ له ستراتیژیکې غلطې او له اټومی موافقې وتلو وروسته ایران فیصله وکړه د یوشمیر استازیو په استولو سره چې د هیواد دلوړتبه چارواکو پیغام لری دنورو هیوادونو لپاره د امریکا دنړیوالو قوانینو خلاف ورزۍ او ددغه ځان منمه کړچار په وړاندې د تهران دریځونه او لیدتوګی بیان کړی .
بهرام قاسمی دایران او د روسیې داړیکو څرنګوالی ته په اشارې سره وویل ماسکو او تهران د دوو ګاونډیانو په توګه په نړیوالو او سیمه ییزو ډګرونو کښې ګډې ګټې او ګډولې لری نو ځکه خو د روسیې له ولسمشر پوتین سره د علی اکبر ولایتی کتنه او د ایران دلوړرتبه چارواکو د پیغامونو انتقالول ډیر اهمیت لرونکی کیدلای شی .
په نړیوالو چارو کښې د ایران داسلامی انقلاب دستر لارښود سلاکار علی اکبر ولایتی به روسیې ته له سفر و روسته چین ته هم لاړ شی .
صیهونیست رژیم وایی دسعودی ولی عهد بن سلمان د سیاست ماته زمونږ ګټې په خطر کی اچوی .
دامریکا خارجه وزیر د ایران پرضد ادعا تکرار کړه . دامریکا دبهرنیوچارو وزیر مایک پمپئوله سکایی نیوز ټیلی ویژن سره په مرکه کښې یوځل بیا د واشنګټن د ایران ضد دریځونو دتکرارولو په ترڅ کښې سعودی عربستان او متحده عربی امارات په مینځنی ختیځ کښې د امریکا ښه ملګری وبلل .