د ایران دچنګاښ د ۲۱ نیټې ځینې مطبوعات
د ایران له بشپړه بایکاټه د امریکا په شاتګ پسې د تیلو بیه کمه شوه .
جمهوری اسلامی
د امریکا سی این این چینل په بروکسل کی د ناتو له سرمشریزې سره په یووخت وایی اروپایانو ته پته لګیدلی ده چی امریکا نوره د باور وړ نده .
د ایران له بشپړه بایکاټه د امریکا په شاتګ پسې د تیلو بیه کمه شوه .
ایران هندوستان ته د خپلو تیلو پر ځای د بل چا تیلو د اخیستلو په اړه خبردارې ورکړ .
ماسکو دایران په اړه له هیڅ هیواد سره معامله نه کوی . دروسیې د ډله ایزو ارتباطاتو ،مخابراتو او د ډیجیټیال پراختیا د وزیر مرستیال الیکسی ولین ټینګار وکړ روسیه به د امریکا په شمول له هیڅ هیواد سره په خبرو کښې د ایران په هکله معامله ونکړی . هغه چې د روسیې د مطرحو رسنیو داستازیو دیوه(۱) پلاوی په مشر تهران ته راغلی دی پرون مازیګر د ایرنا خبری اژانس د دفتر دکتنې په وخت له دغه خبری اژانس سره په مرکه کښې د ایران او د روسیې داړیکو په پیاوړتیا ټینګار وکړ .
د روسیې دغه چارواکی د کریمه ټاپو په سر د خپل هیواد پرضد د امریکا او د اروپایی اتحادیې د بایکاټونو دوام ته اشاره وکړه او ویې ویل دغه بایکاټونه نه یوازې زمونږ لپاره محدودیت نه رامینځته کوی بلکې له هغو به له ګاونډیو هیوادونو سره د اړیکو د پراخولو او د خپلو داخلی تولیداتو د پیاوړی کولو لپاره دیوه فرصت په توګه استفاده وکړو .
دپاکستان پخوانی لومړی وزیر نوازشریف سبا خپل هیواد ته ورځی
دامریکا سینا دتجارتی جنګ دنرمولو طرح تصویب کړه .
سوریې د اسرائیلو توغندوی حمله شنډه کړه .
کیهان
د امریکا د سی ای اې یوه پخوانی چارواکی ویلی دی چی د ایران په خلکو د امریکا دباونه اپوټه نتیجه لری .
ماسکو او پیکنګ ته د تهران د ځانګړی استازی د ورلیږلو ماموریت امریکا او اروپا ته سخت ګوزار ورکړ . د اسلامی انقلاب د معظم لارښود سلاکار په یوه مهم سفر روسیې ته رسیدلی دی . ډاکټر علی اکبر ولایتی د یوه لوړ رتبه پلاوی په مشرۍ ماسکو ته له رسیدا وروسته د ایران او روسیې ډیرو مهمو او سټراتیجیکو اړیکو ته په اشارې سره وویل په تیرو کلونو کی د تهران او ماسکو دوه اړخیزه ، سیمه ایزې او نړیوالې اړیکی مخ په پیاوړتیا دی .
په نړیوالو چارو کی د رهبرۍ د ستر مقام سلاکار زیاته کړه په سوریه کی له ترهه ګرۍ او د هغو له ملاتړو سره په مقابله کی د ایران او روسیې په مشرۍ د مقاومت د جبهې ملګرتیاوې د ایران او روسیې د مثالی اړیکو یوه بیلګه ده چی یوازې ستراتیجیکه او اوږد مهاله رابطه داسې ملګرتیا توجیهولې شی.
ډاکټر ولایتی همداراز وویل پوتین ته د نړۍ په اوسنیو او حساسو شرایطو کی د اسلامی انقلاب د معظم لارښود اود ایران د ولسمشر د پیغام لرونکې دې .
ټاکل شوی ده ډاکټر ولایتی په دغه سفر کی د روسیې د ولسمشر پوتین په شمول د روسیې اه لوړ رتبه چارواکو سره کتنه او خبرې اترې وکړی .
د روسیې دفاع وزیر سرګی شویګو وویل دایران اسلامی جمهوریت دسوریې په ثبات کښې کلیدی رول لوبوی
دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړاندیز وکړ دناټو غړی هیوادونه باید ددغه تړون په بودجې کښې د خپلې ونډې د ورکولو لپاره خپله پوځی بودجه دوه برابره کړی
دیمن امنیتی سرچینو دپلازمینې صنعا ولایت په شمال ختیځ کښې د نهمې سیمې په لوړو د پوځ او د ولسی کمیټیو د کنټرول خبر ورکړ
رسالت ورځپاڼه
ډاکټر ولایتی وایی څوک د نتانیاهو بې اساسه خبروته اهمیت نه ورکوی .
ټرمپ وایی جرمنی له روسانو سره د ګازو په تړون سره یرغمل دی .
سعودي رسنیو د عربستان د پلازمینې ریاض ښار په یو روغتون کښې د ډزو د پیښې خبر ورکړ.
په نړيوالو چارو کښې د ايران د اسلامي شورا جرګې د مشر مرستيال د روسيې ولسمشر ته د ايران د اسلامي انقلاب د معظم رهبر او ولسمشر پېغام له ګډو ګواښونو او بائيکاټونو سره د مقابلې د منظمولو لپاره يو مناسب فرصت وبالۀ.
د یمن پوځ او ولسی کمیټیو په نهمې سیمې کښې د القتب په شمال لویدیځ کښې څو لوړې سیمې نیولی دی او هلته یې په کامل ډول امنیت ټینګ کړی دی
د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نوازشریف پرون په لندن کښې په یوه خبری کانفرنس کښې وویل زه له بریتانیا څخه خپل هیواد ته ورستنیږم چې د رایود درنښت کولو لپاره خپله ژمنه پوره کړم
ماسکو دایران په اړه له هیڅ هیواد سره معامله نه کوی .
دسوریې د پوځ دافع هوا ددغه هیواد په جنوب لویدیځ کښې په قنیطره کښې په قرص النغل سیمه باندې د صهیونیسټ رژیم توغندوی حمله شنډه کړه