ایران د پاکستان په بلوچستان کښې شوې ترهګره چاودنه وغندله
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i74658-ایران_د_پاکستان_په_بلوچستان_کښې_شوې_ترهګره_چاودنه_وغندله
د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت ویاند بیګا د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې په یوه انتخاباتي غونډه کښې شوې ترهګره چاودنه وغندله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 14, 2018 00:55 Asia/Kabul
  • ایران د پاکستان په بلوچستان کښې شوې ترهګره چاودنه وغندله

د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت ویاند بیګا د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې په یوه انتخاباتي غونډه کښې شوې ترهګره چاودنه وغندله.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند بهرام قاسمي د یادې ترهګرې چاودنې په غندلو سره د پاکستان له ولس او حکومت په تیره بیا د پيښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه.

د ویلو ده چې پرون مازیګر د بلوچستان صوبې په مستونګ سیمه کښې د بلوچستان عوامي پارټۍ په انتخاباتي جلسه کښې د یوې زورورې بمي چاودنې له امله د دغه ګوند د مشر نواب زاده سراج رییساني په شمول ۱۳۰ تنه وژل شوي او ۱۵۰ نور زخمي شوي دي.

تیره اونۍ د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې په مرکز پیښور کښې هم د عوامي نیشتل پارټۍ په غونډه کښې د شوې ترهګرې چاودنې له امله د صوبايي اسمبلۍ لپاره د دغه ګوند کاندید هارون بلور سره د نورو ګڼو کسانو وژل شوی او همداشان لسګونه تنه پلویان یې زخمي شوي وو.

د پاکستان پارلیماني انتخابات د روانې جولایۍ میاشتې په ۲۵ نیټه ترسره کیدونکي دي.