د ایران د چنګاښ د ۲۳ نیټې ځینې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i74667
ډاکټر ولایتی په ماسکو کی وویل که ایران تیل صادر نکړې شی نو په سیمه کی یې هیڅوک نشی کولې .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 14, 2018 11:18 Asia/Kabul
  • د ایران د چنګاښ د ۲۳ نیټې ځینې مطبوعات

ډاکټر ولایتی په ماسکو کی وویل که ایران تیل صادر نکړې شی نو په سیمه کی یې هیڅوک نشی کولې .

 

جمهوری اسلامی

 

د امریکا د ولسمشرټرمپ د سفر پرضد په انګلستان کی د سلګونو زره کسانو مظاهرې ترسره شوی دی .

د هند ملی کانګرس ګوند د ایران د تیلو د وارداتو ملاتړ وکړ .

د روسیې ولسمشر پوتین  ته د رهبرۍ د ستر مقام او د ولسمشر روحانی پیغام وړاندی شو .

د پاکستان پخوانی اومړی وزیر نواز شریف او د هغه لور مریم نواز له لندن څخه پاکستان ته له رسیدو سره سم د دغه هیواد د امنیتي ځواکونو په لاس نیول شوي او اډیاله نومې جیل ته منتقل کړی شول. نواز شریف سره د خپلې لور بیګا له لندن څخه د ابوظهبۍ له لارې د پاکستان د پنجاب صوبې مرکز لاهور ته ورسید. دغه مهال د لاهور په هوايي ډګر کښې د پاکستان امنیتي ځواکونه او د احتساب ادارې کارکونکي په تیارسي حالت کښې موجود وو.

د پاکستان د احتساب ادارې یوې ښځینه ډلې د لاهور هوايي ډګر ته د نواز شریف د الوتکې له رسیدو سره سم په الوتکه کښې دننه له نواز شریف او مریم نواز څخه پاسپورټونه واخیستل او بیا په یوه بله ځانګړې الوتکه کښې دوي دواړه د پاکستان پلازمینې اسلام آباد ته ولیږل شول او د هغوي الوتکه بیګا څه کم یوولس بجې د اسلام آباد په هوايي ډګر کوزه شوه چرته چې د احتساب ادارې مامورینو پلار او لور دواړه ونیول او اډیاله زندان ته یې منتقل کړل.

په دې موقع د اسلام آباد په هوايي ډګر او همداشان په ټول لاهور کښې سختې امنیتي تابیاوې غوره شوې وې خو له نیکه مرغه کومه ستره او ترخه پیښه رامینځته نه شوه.

 

د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت ویاند د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې په یوه انتخاباتي غونډه کښې شوې ترهګره چاودنه وغندله . د بلوچستان صوبې په مستونګ سیمه کښې د بلوچستان عوامي پارټۍ په انتخاباتي جلسه کښې د یوې زورورې بمي چاودنې له امله د دغه ګوند د مشر نواب زاده سراج رییساني په شمول ۱۳۰ تنه وژل شوي او ۱۵۰ نور زخمي شوي دي .

د تهران د جُمعې د نمانځه موقته امام حجت الاسلام والمسلمين سيد محمد حسن ابوترابي فرد  د امريکې، سعودي او صهيونېسټ رژيم مشرانو ته په خطاب کښې وويل: د ايران قوت،مخ په وده، مخکښ او ګړندے قوت دے او دا چلند به هيڅکله ونه دريږي.

 

کیهان

د ۳۳ ورځنی جنګ د کلیزې په درشل کی د لبنان د حزب ا... یو شمیر جانبازانو د اسلامی انقلاب له معظم لارښود سره کتنه وکړه .

ډاکټر ولایتی په ماسکو کی وویل که ایران تیل صادر نکړې شی نو په سیمه کی یې هیڅوک نشی کولې .

په سوریه کی فتنه ختمه شوه ، درعا په بشپړه ازاده شوه .

د بریتانیا خلکو دټرمپ پرضد مظاهرې وکړې . دبریتانیا مظاهره چیانو دامریکا د ولسمشر ټرمپ له ورتلو سره په یووخت  دلندن د سټنسټید هوایی ډګردباندې غونډه وکړه او د ټرمپ او دهغه دسیاستونو پرضد یې شعارونه ورکړل .

یوشمیر نورو خلکو هم د بریتانیا د لومړۍ وزیرې میرمن ټریزا مې د دفتر مخ ته غونډه وکړه .

یوشمیر نورو خلکو هم دلندن په مرکز کښې په بریتانیا کښې د امریکا د سفیر د کور مخ ته  غونډه وکړه او د ولسمشر ټرمپ پرضد یې شعارونه ورکړل .

دبریتانیا مظاهره چیانو په لاسونو کښې دپلې کارډونو په لیږدولو سره وویل مونږ د امریکا د ولسمشر ټرمپ هرکلی نه کوو او مونږ ټرمپ او توکمپالې ته نه وایو .

د یمن د پوځ او ولسي ځواک توغندوي او توپخانه ایز یونټ بیګا د عربستان په خاوره کښې د دغه هیواد د ټانکونو یو کاروان په نښه کړ او له مینځه یې یوړه.

 

جوان

 په نړیوالو چارو کی د اسلامی انقلاب د معظم لارښود سلاکار ډاکټر ولایتی د روسیې له ولسمشر پوتین سره له کتنې وروسته وویل امریکا له سیمې وباسو .

د امریکا د ولسمشر ټرمپ پرضد د انګلستان په ۴۰ ښارونو کی پراخې مظاهرې شوی دی .

روسیې د ایران  د تیلو او ګازو په صنعت کی ډ زیاتې پانګونې لپاره چمتو والې اعلان کړ .

د بلوچستان په مستونګ  کی د داعش ډلګۍ په ترهه ګرو عملیاتو کی ۱۳۰ کسان مړه او کابو دوه سوه ژوبل شوی دی .

 

د روسیې ولسمشر پوتین ډیر ژر تهران ته راځی .

 

د ایران د اسلامی جمهوریت او افغانستان د امنیتی او دفاعی کمیټۍ دریمه ناسته په تهران کښې جوړه شوه.