د ایران د چنګاښ د ۲۶ نیټې ځینې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i74777-د_ایران_د_چنګاښ_د_۲۶_نیټې_ځینې_مطبوعات
د اسلامی انقلاب معظم لارښود د حج له چاروالو سره په کتنه کی وفرمایل د اسلامی نړۍ اوسنی ضروری اړتیا وحدت دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 17, 2018 08:14 Asia/Kabul
  • د ایران د چنګاښ د ۲۶ نیټې ځینې مطبوعات

د اسلامی انقلاب معظم لارښود د حج له چاروالو سره په کتنه کی وفرمایل د اسلامی نړۍ اوسنی ضروری اړتیا وحدت دی .

 

 

کیهان

 

د ایران درستو ورځپاڼو د رهبرۍ د ستر مقام دغو ویناو ته پراخ انعکاس ورکړی چی فرمایلی یې دی ، د فلسطین په هکله به د امریکاشیطاني سیاست به هیڅکله عملي نه شي . حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي په ځانګړې توګه د فلسطین په موضوع او د یمن په پیښو کښې له مسلمانانو سره په مقابلې باندې د دښمنانو تمرکز ته اشاره وکړه او څرګنده یې کړه: نن سبا امریکایانو د فلسطین په هکله پر خپل شیطاني سیاست باندې (د پيړۍ د معاملې) نوم ایښی دی خو پوه دې شي چې دغه د پيړۍ معامله به د خدای تعالی په فضل هیڅکله عملي نه شي او د امریکايي چارواکو د غوښتنې اپوټه به د فلسطین موضوع له یادونو ونه وځي او قدس به د فلسطین پلازمینه پاتې شي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر پر دې ټکي په ټینګار سره چې فلسطین به د دې دسیسې په وړاندې ودریږي او مسلمان ولسونه به هم د فلسطین د خلکو ملاتړي وي، زیاته کړه: البته ځیني اسلامي حکومتونه چې په اسلام هیڅ عقیده هم نه لري، د خپلې بې عقلۍ او جهالت او دنیاوي طمعو په وجه د امریکایانو فدایي شوي دي خو د خدای پاک په مرسته به اسلامي امت او د فلسطین ولس پر خپلو دښمنانو برلاسي شي او وبه ویني هغه ورځ چې د فلسطین له خاورې د جعلي صهیونیسټي رژیم جرړه وځي.

دوي همداشان په ۲۰۱۵ کال کښې د مسجدالحرام او او منا غمیزو ته په اشارې سره هغه یو ستر ظلم وباله او د حق د ترلاسه کیدو لپاره د جدي او دوامدارې تعقیبیدنې په ضرورت باندې په ټینګار سره یې څرګنده کړه: دا غوښتنه هیڅکله هیرول نه دي پکار ځکه چې په دې دوو غمیزو کښې د حاجیانو د امنیت او خوندیتوب د برابریدو خیال نه و ساتل شوی چې د عربستان د حکومت ترټولو مهمه دنده ده او وژل شویو کسانو ته دیه هم ور نه کړی شوه.

حضرت آیت ا... العظمی خامنه اي پر دې ټکي په ټینګار سره چې کعبه شریفه، مسجدالحرام او مسجدالنبي پر دغه ټاټوبي باندې د واکمنو کسانو نه بلکې په ټولو مسلمانانو پورې اړوند دي، زیاته کړه: هیڅوک حق نه لري چې د حج د حقیقي مفاهیمو د پلي کیدو مخه ونیسي او که کوم حکومت دا کار وکړي نو په حقیقت کښې یې (صد عن سبیل ا...) یعنې د خدای لاره بنده کړې ده.

د امریکا یوه ټیلی ویژیونی چینل راپور ورکړی چی د بن سلمان دامنیت د تامینولو مسولیت د اسراییلو جاسوسی ادارې موساد سپارل شوی دی .

 

د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشرلومړی مرستيال  ښاغلی جهانګیری د تېلو له صادراتو د مخنيوي لپاره د امريکاکوشش يو چټي خيال وبالۀ.

په فرانسې کی په بلواګانو په سلګونو ګادی سوزیدلی ، ۵۰۰ کسان نیول شوی او دوه کسان هم وژل شوی دی .

 

د امریکا ولسمشر ټرمپ د هلسینکی له سفره هیڅ بریا نده درلودلی .

 

اسلامی ایران د یو اړخیزه بایکاټونو په دلیل له امریکا په نړیوال عدالت کی شکایت وکړ .

د ایران د خارجه وزارت ویندوی بهرام قاسمی ویلی دی چی ممکنه ده ټرمپ ، تهران ته زنګ ووهی .

 

جمهوری اسلامی

د اسلامی انقلاب معظم لارښود د حج له چاروالو سره په کتنه کی وفرمایل د اسلامی نړۍ اوسنی ضروری اړتیا وحدت دی .

د امریکا ولسمشر ټرمپ  له خپل روسی هم څنګ پوتین سره په کتنه کی هم رجز خوانی وکړه .

د عربی نړۍ یو شمیر سیاسی او کلتوری شخصیتونو د یمن د جنګ د ختمولو غوښتنه وکړه .

 

دڅلور جمعې یوې ډلې اقدامات پیل شوی دی . د ایران دبهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په دې خبرې سره چې دڅلور جمع یوې ډلې عملیاتی اقدام پیل شوی دی وویل په اټومی موافقې کښې پاتې هیوادونو په ویانا کښې د بانک او دتیلو په حوزه کښې خپل کوچنی اقدامات او هغه چارې چې ټاکل شوی ده د ایران دتیلو د خرڅولو د دوام او د بانکی اړیکو د تضمین لپاره یې ترسره کړی له ایران سره شریک کړی دي .

هغه په تهران کښې د اقتصادی فعالانو په شتون سره د همفکرۍ په غونډې کښې په دې خبرې سره چې دایران اسلامی جمهوریت له کابو څلویښت کاله دباو سره سره په سیمه کښې ترټولو امنه او قدرتمن هیواد دی وویل  د اټومی تړون لوری یعنی روسیه ، انګلستان، فرانسه ، جرمنی ، چین او اروپایی اتحادیه په دغه حقیقت پوه شوی دی چې د فعال اقتصادی شتون لپاره له ایران څخه ډاډمن ، امنه او سالم بازار نشته او ټول هیوادونه په ایران کښې فعالیت او شتون ته چمتو دی .

دایران خارجه جواد ظریف وویل په هغه کتنې کښې چې له اټومی موافقې د امریکا له وتلو وروسته د   اروپایی اتحادیې د  دریوهیوادونو او دغه راز د چین او د روسیې له خارجه وزیرانو سره وشوه ټولو له اټومی موافقې دامریکا د وتلو په وجه دایران د تاوانونو د جبرانولو لپاره په خپلې ژمنې ټینګار وکړ .

 

امير عبداللهيان ویلی دی  آل سعود د صهيونېسټانو زيات خدمتونه کړي دي .

 

د ايران لوے درستيز په سيمه کښې د ارامښت او امنيت په پراختيا کښې د خپلواکو هېوادونو په رول باندې په ټینګار سره وويل، د سيمه ايز امنيت د پراختيا په لړ کښې د تهران او اسلام آباد ملګرتياوې مخ په زياتېدو دي.

 

په ایران اسلامی جمهوریت کښې د چین سفیر پانګ سین په دې خبرې ټینګار سره چې پیکینګ د اټومی تړون ملاتړ کوی وویل اټومی موافقه دیوه نړیوال ډیپلوماسۍ نظام په لور دحرکت لپاره ښه بیلګه ده .

د اروپایی اتحادیې دبهرنی سیاست مشرې میرمن فیډریکا موګرینی د دغه اتحادیې د بهرنیو چارو دوزیرانو د شورا له غونډې وروسته په یوه خبری کانفرنس کښې دایران پرضد له بایکاټونو د معافیدا لپاره د اروپایی هیوادونو له غوښتنې سره د امریکا دحکومت مخالفت ته غبرګون وښود او ویي ویل اروپایی اتحادیه دایران د ګټو د تضمینولو هڅه کوی

 

ایران او هند د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ .

 

د فینلینډ په پلازمینې هلسینکی کښې دامریکا او د روسیې د ولسمشرانو د غونډې له ترسره کیدا سره په یووخت په زرګونو سیاسی فعالانو ددغه غونډې او دغه هیواد ته دامریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ د سفر پرضد مظاهرې وکړې

 

اطلاعات

د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای وفرمایل د جالی صیهونیسټ رژیم جرړه به ووځی  .

د روسیې ولسمشر پوتین وایی  ټرمپ ته مې له ایټمی موافقې د امریکا د وتلو په نسبت د روسیې اندیښنه وروسوله .

د ایران خارجه وزیر ظریف وایی له امریکا مو نړیوالې محاکمې ته شکایت وکړ . محمد  جواد ظريف په خپله ټوئيټر پاڼه کښې وليکل: ايران له حقوقوي ژمنو او ډېپلومېسۍ سره د امريکې د مخالفت په وړاندې د قانون په حاکميت تاکيد لري او ضروري ده چې چې د نړيوالو حقوقو په خلاف ورزۍ کښې  د امريکې له چلند سره مقابله وشي.

د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۱۸ کال د مۍ په اتمه نېټه د ايران په خلاف د بې بنيادو تورونو په تکرارولو سره له برجامه د واشنګټن وتل او د ايران په خلاف د اېټمي بنديزونو ستنېدل اعلان کړل.

د امريکې د خارجه وزارت د سياست جوړونې مدير بريان هوک د روانې ميلادي جولائۍ مياشتې په دويمه نېټه د ايران په وړاندې د ټرمپ د حکومت د نوې پالېسۍ په بيانولو سره وويل، د ايران په خلاف د امريکې د بائيکاټونو نوے پړاړو چې موټر جوړونه او سرۀ زر پکښې شامليږي د روان ميلادي کار د اګست له څلورمې نېټې څخه او بل پړاو به يې چې د ايران د انرجۍ او بېنکي معاملو په اړه دے د روان ميلادي کال د نومبر له څلورمې نېټې څخه اجرا شي.

نړيواله محکمه د ملګرو ملتو يو اصل رکن دے چې دنده يې د نړيوالو حقوقو په بنياد د حکومتونو ترمېنځ د اختلافاتو هوارول او عمومي اسمبلې د امنيت شورا او د ملګرو ملتو د نورو ارکانو په غوښتنه د حقوقي مسائلو په اړه مشاورتي نظرونو ورکول دي.

په ایران کښې دبریتانیا سفیر رابرټ مک ایر وویل داټومی موافقې په اړه د امریکا پیروۍ نه کوو بلکې زمونږ سیاستونه زمونږ د عمل معیار دی .

د یمن د انصار الله په بریدونو کښې یوشمیر سعودي تیري ګر هلاک شوي دي .

امریکا دروسیې یوه میرمنه دجاسوسۍ په تور نیولی .