د ایران د چنګاښ د ۲۸ نیټې ځینې مطبوعات
د ایران خارجه وزیر ظریف وایی اروپا په خبرو بسنه ونکړی اوس د عمل وار دې .
جمهوری اسلامی
د ایران خارجه وزیر ښاغلی ظریف ویلی دی نورې خبرې بس دی له اروپا عمل غواړو . جواد ظریف له یورو نیوز ټیلی ویژن سره په مرکه کښې له اټومی موافقې دامریکا له وتلو وروسته له اروپا سره د اړیکو په اهمیت دټینګار په ترڅ کښې وویل اټومی تړون ته د پاې بندۍ لپاره د اروپایانو په سیاسی ژمنې سربیره اوس دهغوې عملی اقداماتو ته اړتیا شته .
هغه ډاګینه کړه اروپایی هیوادونه باید یوازې په څرګندونو او دبیانیو په خپرولو بسنه ونکړی ځکه چې ایران ضرورت لری چې داروپا لخوا د کوچنیو او د متوسطو موسسو ملاتړ او د ټرانسپورټ ، انرژۍ ، پانګونې او دبانکی معاملو په زمینه کښې عملی لارې چارې لاس ته راوړی .
دایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف په فینلینډ کښې د امریکا او د روسیې د ولسمشرانو ډونالډ ټرمپ او د ولادیمیر پوتین د وروستۍ کتنې او د سوریې دکړکیچ په هکله په یوشان نظر دهغوې د ټینګار په اړه وویل دسوریې برخلیک باید ددغه هیواد د خلکو لخوا وټاکل شی او د سوریې خلکو تراوسه د سرزورو ډلو د یرغل ، دبیلابیلو ترهګرو حملو او دزیاتو دباونو په مقابل کښې خپل ښه استقامت ښودلی دی .
هغه وویل ایران دسوریې له حکومت او روسیې سره خپلې ښې اړیکې او غږملتیا ساتلی ده او دغه کار ته به دوام ورکړی او همدا اوس ددغو دریو هیوادونو هدف له سرزورۍ او ترهګرۍ سره مبارزه ده .
دایران خارجه وزیر جواد ظریف په سوریې کښې له ترهګرو ډلو په ملاتړ کښې دامریکا او دهغې د متحدو هیوادونو هڅو ته په اشارې سره وویل د ډونالډ ټرمپ دغه خبره چې ویلی وو ایران باید دداعش ډلې له ماتی ګټه پورته نکړی له دغه ترهګرې ډلې دامریکا د ولسمشر په ملاتړ دټپې وهل دی .
صا ارتص اسراییلی ورځپاڼه لیکی چی عربستان د یمن ّپه جنگ کی له بریالی کیدو عاجزه دی .
ټرمپ د امریبکا په انتخاباتو کی د روسیې لاس وهنه ومنله .
د امریکا پخوانی اولسمشر اوباما ویلی دی ټرمپ یو دروغجن کس دی .
کیهان
دایران داسلامی انقلاب دستر لارښود سلاکار علی اکبر ولایتی په دې خبرې سره چې په سیمه کښې دتهران ستراتیژیک سیاست به بدل نشی وویل هماغه ډول چې ایران د سوریې او دعراق دحکومتونو په بلنه دغو هیوادونو ته ورغلی دی له یمن سره هم مرسته کولای شی
واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکی چی ټرمپ امریکا د احمقانو په هیواد بدله کړه .
د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ غږملونکي مرستیال وویل: د ایران پوځ د هیواد په ځمکنیو، هوايي او سمندري سرحدونو کښې هر ګواښ ته پریکنده ځواب ورکړ
د سوریې د فوعه او کفریا سیمې خلک ووتل .
د امریکا د فیډرال پولیسو ایف بی ای پخوانی مشر جیمز کومې دهیواد پر خلکو غږ وکړ د راتلونکی نوامبر میاشت په انتخاباتو کښې ډیموکراټ ګوند ته رایې ورکړی
د جرمنی دبهرنیو چارو د وزیر مرستیال نیلزانن د هند له یوې رسنۍ سره په مرکه کښې وویل هندوستان هماغه راز له ایران څخه د تیلو د اخیستلو د دوام غوښتونکی دی .
دامریکا پخوانی ولسمشر باراک اوباما د ولسمشر ترمپ سیاستونه او ویناوې له دروغو ډکې وبللې . هغه د اپارتایډ پرضد د جنوبی افریقا د ازادی غواړو مبارزود مشر او ددغه هیواد دپخوانی ولسمشر نیلسن منډیلا د سلمې کلیزې په مناسبت په یوې وینا کښې دخپل ځاې ناستی ډونالډ ټرمپ له دروغ ویلو او بدمعاشۍ په ډک سیاست نیوکه وکړه .
باراک اوباما وویل د امریکا د ولسمشر ټرمپ سیاستونه ظالمانه دی .
دامریکا پخوانی ولسمشر باراک اوباما د اوسنی ولسمشر ټرمپ په سیاستونو نیوکې سره وویل د کډوالو پرضد سختیانې او د پاریس له اب وهوا تړون او اټومی موافقې وتل ناسم اقدامات وو . هغه دا خبره ومنله چې په امریکا کښې توکمیز توپیر شته او دا یوښکاره حقیقت دې .
اطلاعات
د ایران خارجه وزیر ظریف وایی اروپا په خبرو بسنه ونکړی اوس د عمل وار دې .
په کابل کښې د ایران داسلامی جمهوریت سفیر محمد رضا بهرامی او د افغانستان دولسمشر مرستیال محمد سرور دانش په بیلابیلو زمینو کښې د دوه اړخیزه اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ .
صهیونیسټانو بیا په الاقصی جومات یرغل وکړ .
د اروپا دکمیسیون مشر ژان کلاوډ یونکر خبرداری ورکړ له تجارتی نظره په دوو برخو د اروپایانو د ویشلو لپاره د امریکا دولسمشر ټرمپ هڅه چټی کار دی .
دیمن د انصار الله غورځنګ دسیاسی دفتر غړی علی القحوم وویل امریکا نه غواړی دیمن جنګ پاې ته ورسیږی ځکه چې یوازنی لوری دی چې له دغه جنګ ګټه پورته کوی .
د بریتانیا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر بوریس جانسن د خپلې استعفا په هکله وینا کښې د میرمن ټریزا مې په سیاستونو نیوکې سره هغه یوه بې کفایته لومړۍ وزیره وبلله او ورباندې یې نیوکه وکړه او ویې ویل د انګلستان حالت خراب دی .
د اروپا د پانګونې د بانک مشر ورنر هویر داټومی موافقې له ساتلو د اروپایی هیوادونو له ملاتړ سره سره وویل دغه بانک په ایران کښې پانګونه نشی کولای .
په واشنګټن کې د روسیې سفیر د جامعې ایټمي موافقې د ساتلو لپاره د خپل هیواد غوښتنې ته په اشارې سره وویل د دغه موافقې ګټه ور والی او اجرایی وړتیا ثابته شوې ده .