د ایران د چنګاښ د ۳۰ نیټې ځینې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i74900-د_ایران_د_چنګاښ_د_۳۰_نیټې_ځینې_مطبوعات
د ایران خارجه وزیر ډاکټر ظریف له یورو نیوز سره په خبرو کی ویلی دی چی روسیې ته د شیانو په بدل کې د تیلو ورکول په ایجنډه کی نلرو
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 21, 2018 07:10 Asia/Kabul
  • د ایران د چنګاښ د ۳۰ نیټې ځینې مطبوعات

د ایران خارجه وزیر ډاکټر ظریف له یورو نیوز سره په خبرو کی ویلی دی چی روسیې ته د شیانو په بدل کې د تیلو ورکول په ایجنډه کی نلرو

 

جمهوری اسلامی

د ایران خارجه وزیر ډاکټر ظریف  له یورو نیوز سره په خبرو کی ویلی دی چی روسیې ته د شیانو په بدل کې د تیلو ورکول په ایجنډه کی نلرو .

بلومبرګ لیکی د عربستان اضافی تیل اخیستونکی نلری .

د جرمنی صدراعظمی میرمن مرکل ویلی دی چی مونږه په امریکا تکیه نشو کولې .

چین د امریکې له تجارتي دباؤنو او ګواښونو سره په مقابلې ټینګار وکړ

 

د ترکیې خارجه وزارت د امریکې د دباؤنو په وړاندې له ایرانه ملاتړ اعلان کړ

پاکستانی رسندویو له تهران سره د اسلام اباد د اړیکو د پراختیا هرکلې وکړ. د پاکستان نیوز ورځپاڼۍ په یوه مقاله کی تیر کال ایران ته د پاکستان د پوځ د مشر جنرال قمر جاوید باجوا او اسلام اباد ته د ایران د لوړ رتبه پوځی پلاوی وروستی سفر ته اشاره وکړه  او ویې لیکل چی دغه دوه سفرونه د دواړو هیوادونو د اړیکو په  پراختیا کی ډیر مهم دی .

دغې ورځپاڼۍ ولیکل  جنرال باقری او ورسره ملګری پلاوی له جنرال باجوا سره په کتنه کی د دواړو هیوادونو د پولو د ثبات او امنیت په تامینولو ټینګار وکړ .

د ایران لوړ رتبه پوځی پلاوی  اسلام اباد ته د تیر اتبار ورځې په سفر کی د پاکستان له اولسمشر ، خارجه وزیر عبد ا... حسین هارون  اود پاکستان د لوی درستیز جنرال زبیر حیات په شمول له لوړ رتبه چارواکو سره جلا جلا کتنې او خبرې اترې درلودلی دی .

 

اطلاعات

 

د صیهونیسټ رژیم په وسیله د یهود هیواد د توکم پال قانون تصوبیدا د نړیوالو له غندنې سره مخامخ شوی دی .د ایران د خارجه وزارت ویندوی هم د صهیونیسټي رژیم په پارلیمان کښې د یهود هیواد د توکمپالې لایحې تصویبیدل وغندل او ويې ویل: په نیواکي فلسطین کښې به اپارټایډ مونډ د فلسطیني ولس په همت او مقاومت سره ووځي . بهرام قاسمي څرګنده کړه: ناروا او توکمپال صهیونیسټ رژيم د فلسطین د نیواک او د دغه ټاټوبي د اصلي خاوندانو د قتل عام په بنیاد جوړ شوی او د دغه رژیم د پارلیمان وروستی اقدام د تیرو اویا کلونو په اوږدو کښې د دغه رژيم په توکم پال ماهیت او کړار باندې د تایید یوه بله ټاپه ده.

قاسمي زیاته کړه: له صهیونیسټي رژيمه د امریکې هراړخیز ملاتړ او قدس ته د دغه هیواد د سفارت په منتقلولو کښې د ټرمپ د حکومت اقدام او همداشان د فلسطین له غاصبانو سره د اړیکو د سمولو لپاره د ځینو عربو هیوادونو کوشش او د نړیوالو قوانینو او اصولو د خلاف ورزۍ په وجه د دغه رژیم نه سزا کیدل او هره ورځ یې د فلسطین د مظلومو خلکو وژل د فلسطین د یهودي کولو د سیاست په دوام او د هغوي د قومي پاکسازۍ د سیاست په دوام کښې د صهیونیسټانو د سپين سترګۍ سبب شوي چې بې شکه په سیمه کښې به لازیاته بې ثباتي او ناامني په ځان پسې ولري.

د ایران د خارجه وزارت ویاند په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د توکمپالنې او اپارټایډ زمانه تیره شوې، څرګنده کړه: په نیواکي فلسطین کښې توکمپالنه به هم د فلسطین د خلکو او مسلمانو ولسونو او د نړۍ د آزادي غواړو په همت او مقاومت سره له مینځه لاړه شي. د ویلو ده چې د صهیونیسټي رژیم پارلیمان وړمه ورځ د پراخو اعتراضونو باوجود، د (یهود هیواد) توکمپاله لایحه تصویب کړه. دغه توکمپال قانون فلسطین، د صهیونیسټانو وطن بللی او فلسطینیان له ټولو ښاري او انساني حقوقو بې برخې کوي.

په سوریه کښې له ترهګرو ډلو د عربستان د ملاتړ نوي اسناد خپاره شول. انډیپنډنټ برطانوي ورځپاڼې یولړ داسې اسناد خپاره کړل چې په سوریه کښې له ترهګرو ډلو د سعودي عربستان د وسله وال ملاتړ ښودنه کوي.

د حج او زیاراتو په چارو کښې د ولي فقیه استازي وویل: حج د اسلامي هیوادونو ترمینځ دیني ورورولي زیاتولی شي.

چین وایی چی د امریکا د بایکاټونو په وړاندی دریږو .

دامریکا لوړرتبه پوځی جنرال جوزف ووټل اعتراف وکړ امریکا دایران د سیمه ییز نفوذ په وړاندې ناتوانه ده . هغه دایران په پوځی توان اعتراف سره وویل دامریکا دپوځ تمرکز دایران د فعالیتونو دایشوا کولو په هکله دی

 

کیهان

 

د سوریې د فوعه او کفریا شیعیان له دریو کلونو مقاومته وروسته په بریالیتوب سره انتقال شول .

د یمن د انصار ا... بی پایلیټه الوتکه د ریاض اسمان ته ورداخله  او د ارامکو په چڼ ځای یې حمله وکړه او بیرته ستانه شوه . د یمن دانصار الله ولسی غورځنګ ویاند محمد عبدالسلام دسعودی عربستان په ریاض ښار کښې دتیلو په ملی شرکت ارامکو د یمن دپوځ او د ولسی کمیټیو د بې پایلوټه الوتکې حمله بریالۍ تجربه وبلله . هغه وویل دیمن دپوځ د صماد دوه ډوله بې پایلوټه الوتکې لخوا په ریاض ښار کښې د سعودی عربستان دتیلو په ملی شرکت ارامکو  بمبارۍ یوه بریالۍ  او ځانګړی تجربه ده .

دیمن پوځ او ولسی کمیټیو وړمه ورځ په صماد دوه ډوله لرواټنه بې پایلوټه الوتکې سره په ریاض ښار  کښې دسعودی عربستان دتیلو دشرکت په چاڼ ځاې حمله وکړه . دغه راز دیمن د بې پایلوټه الوتکو د برخې چارواکو  په ریاض کښې د عربستان دتیلو دشرکت په چاڼ ځاې له حملې وروسته د صماد دوه ډوله بې پایلوټه الوتکې مخ کتنه وکړه .

ددغه نوی بې پایلوټه الوتکې ځانګړتیا  تر زرکلومیټره سیمې پورې الوت او د پرمختللیو تجهیزاتو او ریډارونو لخوا له پیژندل کیدا پرته د سعودی عربستان هوایی حریم ته دهغې نفوذ کول دی .

 

ایت ا... خاتمی له هر ډول فساد سره په پریکنده مبارزې ټینګار وکړ. د تهران د جمعې لمانځه خطیب ایت ا... احمد خاتمی د اسلامی انقلاب له معظم لارښود سره د ایران د ولسمشر او کابینې وروستي کتنې او د مقاومتی اقتصاد د سیاستونو د دقیقې اجرا ، په داخلی تولید او  ظرفیتونو تکیې  ،د انقلابی روحیې  او لور نیونې د پیاوړتیا او ساتلوپه اړه د هغوی سپارښتنو ته په اشارې سره وویل له هر ډول فساد سره باید مبارزه وشی  په تیره بیا له هغو مفسدانو سره چی په بیت المال تیرې کوی .

د روسیې سفیر وایی ایران داسی هیواد ندې چی څوک پرې دباو واچوی .

امریکایی رسندوی خبر ورکوی چی امریکا د ایران د راډیو او ټیلی ویژن په اداری د بایکاټ نیت لری .

د ایران بریښنا وزیر رضا اردکانیان وایی په سیستان او بلوچستان کی د ۵۴۰ میګاواټه بریښنا کوټ جوړوی .

د انګلستان پولیس او استخباراتی مرکزونه له ماشومانو د جاسوسی لپاره استفاده کوی .

د فلسطین په نیواکی ټاټوبیو کی ۵۱۳ فلسطینان په عمر قید محکوم شول .

بحرنیانو د منامه په واټونو کی په لاریون سره له شیخ عیسی قایم سره  وفاداری اعلان کړه .

د امریکا ولسمشر ټرمپ ، ولادیمیر سپنې ماڼۍ ته وباله .

 

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکی چی بن سلمان عربستان د مینځنیو پیړیو وخت ته ستنوی .