ایران د لویدیځو هیوادونو لخوا کافی اقدامات نه دی لیدلی
-
صهیونیسټ رژیم او امریکا نن سبا د اقتصادي جنګ کوټه جوړه کړي ده چې ایران د کړچار بدلولو ته مجبوره کړي .
زمونږ خبریال وایی دایران دباندنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف داټومی تړون په اړه د اروپا او دایران خبرو ته په اشارې سره وویل ایران به په اټومی موافقې کښې د اروپا په تمه پاتې نشی .
هغه وویل ایران په عملیاتی برخه کښې په کافی اندازه په اټومی تړون کښې د پاتې غړیو او دلویدیځو هیوادونو لخوا اقدامات نه دی لیدلی .
ظریف دې ته په اشارې سره چې نن سبا دامریکا سیاسی مسول دصهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو دی وویل امریکا او صهیونیسټ رژیم له ایران څخه د هیوادونو او دخلکو دویرولو په معرکې کښې څنګ ته شوی دی او ددوې نږدې ملګری هیوادونه هم له واشنګټن او تل اویو سره ملګری نه دی .
دایران دبهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وویل صهیونیسټ رژیم او امریکا نن سبا د اقتصادی جنګ کوټه جوړه کړی ده چې ایران د کړچار بدلولو ته مجبوره کړی خو دغه هڅه یې ناکامه ده او ډیر هیوادونه له امریکا او صهیونیسټ رژیم د مخالفت لپاره د مقابلې اقدامات تعقیبوی .