اميرعبداللهيان: د جولان غونډۍ آزادېدې شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i75141-اميرعبداللهيان_د_جولان_غونډۍ_آزادېدې_شي
په نړيوالو چارو کښې د ايران د پارلېمان د مشر خاص مرستيال وويل. د سوريانو په کوشش سره د جولان نيول شوې غونډۍ د آزادېدې شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 29, 2018 07:03 Asia/Kabul
  • اميرعبداللهيان: د جولان غونډۍ آزادېدې شي

په نړيوالو چارو کښې د ايران د پارلېمان د مشر خاص مرستيال وويل. د سوريانو په کوشش سره د جولان نيول شوې غونډۍ د آزادېدې شي.

د ايسنا د رپوټ له مخې حسين امير عبداللهيان په خپله ټوئيټر پاڼه کښې د سوريې خلقو، وسله والو ځواکونو او د دغه هېواد ولسمشر ته د جبهه النصره او صهيونېسټانو له پنجو د قنيطرې د ازادېدو د مبارکۍ په ويلو سره وليکل:دغه کاميابي يعني د سوريې د فوځي او ولسي ځواکونو په همت سره د جولان د قبضه کړې شويو غونډيو ازادېدل عملي کېدونکي دي.

د سوريې فوځي او ولسي ځواکونو د تېر زيارت په ورځ د جولائۍ په ۲۶ نېټه د قنيطره ښار له ازادولو وروسته په جولان سيمه کښې له القنيطره لارې سره نزدې د سوريې بېرغ ورپوۀ.

د جولان زمکه له سوريې سره تعلق لري او صهيونېسټ رژيم په ۱۹۶۷ کال کښې له دغې سيمې  څخه يو زر او دوه سوه کېلوميټره زمکه ونيوه او په 1981 کال کښې يې دغه زمکه په مقبوضه زمکو کښې شامله کړه.

د سوريې فوځ په قنيطره کښې ځاے پرځاے کېدو سره د جولان د تړانګې آزادي په خپله اېجنډا کښې ګرځولې ده.