خوشرو: ايران د يمني – يمني خبرو اترو ملاتړ کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i75612-خوشرو_ايران_د_يمني_يمني_خبرو_اترو_ملاتړ_کوي
په ملګرو ملتو کښې د ايران دائمي استازی پرون وويل، د ايران اسلامي جمهوريت تل له يمني – يمني خبرو اترو څخه ملاتړ کړے دے.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 15, 2018 03:24 Asia/Kabul
  • خوشرو: ايران د يمني – يمني خبرو اترو ملاتړ کوي

په ملګرو ملتو کښې د ايران دائمي استازی پرون وويل، د ايران اسلامي جمهوريت تل له يمني – يمني خبرو اترو څخه ملاتړ کړے دے.

د ايرنا د رپوټ له مخې غلامعلي خوشرو د ملګرو ملتو او د امنيت شورا مشرانو ته د يو خط په لېږلو سره 2216 او 2231  پرېکړليکونو ته د ايران د بې پامۍ په اړه د سعودي رژيم ادعا بې بنياده وبلله او وې ويل سعودي رژيم د بې بنيادو ادعاګانو په کولو سره په يمن کښې په خپلو جنايتونو پرده اچول غواړي.

په ملګرو ملتو کښې د ايران دائمي استازي د دې په بيانولو سره چې سعودي رژيم هره ورځ د يمن کورونه، روغتونونه، مدرسې، بازارونه، جوماتونه، بندرونه، هوائي ډګرونه او بنيادي مرکزونه او ودانۍ بمباروي واضحه کړه، سعودي پکار دي په يمن کښې خپل فوځ مداخلت ختم کړي او د دغه هېواد له محاصرې نه لاس واخلي.

خوشرو په دغه خط کښې تاکيد وکړ، ايران يو ځل بيا د هغو غېر انساني او يرغلي اقداماتو د دوام چې سعودي يې د يمن د مظلومو خلقو په خلاف ترسره کوي او د هغو ګواښونو چې دغو اقداماتو ورسره په ټوله سيمه کښې صلح او امنيت مخامخ کړي دي د منفي عواقبو په باره کښې نړيوالې ټولنې او د امنيت شورا ته سخت خبردارے ورکوي.

په ملګرو ملتو کښې د ايران استازي په يمن کښې د صلحې لپاره د ايران د وړانديز په ذکرولو سره واضحه کړه د ايران اسلامي جمهوريت چمتو دے د صلحې د دغه پروګرام د عملي کولو لپاره له ټولو ګټه لرونکو سره په يو لړ معنا لرونکو خبرو اترو کښې ګډون ولري.

د ايران خارجه وزير محمد جواد ظريف له دې مخکې په يمن کښې د صلحې د ټينګښت لپاره ملګرو ملتو ته يوه طرحه وړاندې کړې وه. په دغه طرحه کښې ډزبندي، انساندوستانه مرستې، يمني – يمني  خبرې اترې او په يمن کښې د يو پراخ بنسټه حکومت تشکيلول شامل دي-