ايران د يمني ښځو، ماشومانو او کډوالو بمبارول وغندل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i75863-ايران_د_يمني_ښځو_ماشومانو_او_کډوالو_بمبارول_وغندل
د ايران د خارجه وزارت وياند د يمن د الحديده صوبې د الدريهمي ښار په ښځو، ماشومانو او کډوالو يو ځل بيا په حمله کښې د سعودي تيري ګر ائتلاف د جنګي الوتکو نوے جنايت سخت وغندۀ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 24, 2018 11:28 Asia/Kabul
  • ايران د يمني ښځو، ماشومانو او کډوالو بمبارول وغندل

د ايران د خارجه وزارت وياند د يمن د الحديده صوبې د الدريهمي ښار په ښځو، ماشومانو او کډوالو يو ځل بيا په حمله کښې د سعودي تيري ګر ائتلاف د جنګي الوتکو نوے جنايت سخت وغندۀ.

دسعودي تيريګرو جنګي الوتکو پرون مازيګر د يمن د الحديده صوبط د جنوبد  الکوعي په الدريهمي سيمه کښې د يمن کډوالو په  دوو ګاډو باندې بمباري وکړه چې له امله يې يو دېرش يمني ښځې او ماشومان ووژل شول.

بهرام قاسمي د دغه جنګي جنايت د قربانيانو له کورنيو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره زياته کړه، لا تر اوسه د صعده  صوبې په ضحيان ښار کښې د يمني ماشومانو د بس په بمبارولو کښې د سعوديانو له جنايته زيات وخت نه تېريږي چې د نړۍ خلق د يمن د مظلومو خلقو په خلاف د نويو جنايت کتونکي دي.

قاسمي د سعودي تيريګر ائتلاف لخوا د عامه يمنيانو د قتل عام دوام ته په اشارې سره له نړيوالو او بشري حقوقو له ټولونو وغوښتل چې انساني جنايتونو، دردناکې ټريجېډۍ او د سيمې او نړۍ په صلح او امنيت باندې د هغې مخرب اثراتو ته په پام سره دې هرې ممکنې لا رې په يمن کښې د دغوجنايتونو د دوام مخنيوے وکړي.

د ايران د خارجه وزارت وياند زياته کړه چې په يمن باندې د تېري کونکو تسليحاتي ملاتړ کونکي په دغو جنايتونو کښې برابر شريک دي او پکار دي جواب ويونکي وي.