ملت په وحدت اواستقامت سره د دښمنانودسیې شنډوي
دایران داسلامی جمهوریت ولسمشر نن دخپلې کابینې له غړو سره یو ځای د حکومت داونۍ په دوهمه ورځ ، دحضرت امام خمینی په سپیڅلی حرم کې په شتون سره د ګلانو د ګیډۍ په کیښودلو او دفاتحې په لوستلو سره داسلامی انقلاب د ارواښاد لارښود په احترام سره ئې یو ځل بیا د حضرت امام خمینی له آئیډیاؤ سره بیعت نوی کړ .
زمونږخبریال راپورراکړ د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحانی نن د حکومت داونۍ په دوهمه ورځ دایران د اسلامی انقلاب د ارواښاد لارښود حضرت امام خمینی په حرم کې د بیعت دنوی کولو په وخت په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، دایران ملت همداراز توانیدلی ، دایټمی انرژۍ په نړیوال آژانس کې داسلامی جمهوریت د دښمنانو دسیسې شنډې کړی .
داسلامی ایران ولسمشر همداراز په دې خبرې کولو سره چې نن سبا دپرَدیو ددسیسې په وړاندې دایران سختې اومشکلې شپې ورځې دی ، روښانه کړې ، ددښمنانو په وړاندې مقاومت اوکلکه دریدنه ، دټولو دنده ده او بې شکه په وحدت اویوزړتوب سره ، دایران ملت به په ښه ډول له مشکلاتو تیر شی .
دآکټر روحانی ټینګار کړی ، په اوسنیو شرائطو کې ، ضروری ده دحضرت امام خمینی لارې اوسیرت ته دوام ورکړل شی ، یوه داسې لاره چې ارواښاد لارښود دایران درست ملت ته ورښودلې ده .