په سعودي کښې د سياسي فعالانو په اعدامولو د ايران خواښيني
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i75894-په_سعودي_کښې_د_سياسي_فعالانو_په_اعدامولو_د_ايران_خواښيني
د ايران د قضائيه قوط د بشري حقوقو کمېټۍ په يوې بيانيه کښې د سعودي د درې تنو سياسي فعالانو په ملتيا د مېرمن اسراء الغمغام او د هغې د خاوند د اعدامولو لپاره د سعودي د عمومي څارنوالې په غوښتنه د افسوس څرګندونه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 26, 2018 00:43 Asia/Kabul
  • په سعودي کښې د سياسي فعالانو په اعدامولو د ايران خواښيني

د ايران د قضائيه قوط د بشري حقوقو کمېټۍ په يوې بيانيه کښې د سعودي د درې تنو سياسي فعالانو په ملتيا د مېرمن اسراء الغمغام او د هغې د خاوند د اعدامولو لپاره د سعودي د عمومي څارنوالې په غوښتنه د افسوس څرګندونه وکړه.

۲۹ کلنه سعودي مېرمن اسراء الغمغام د ۲۰۱۵ کال په دسمبر کښې له خپل خاوند موسی الهاظم سره يو ځاے د سعودي عرب په قطيف سيمه کښې د حکومت په خلاف د مظاهرو د جوړولو لپاره د تابيا کولو په تور ونيول شول او تر اوسه په بند کښې پراته دي.

د ايرنا د رپوټ له مخې د ايران د قضائيه قوې د بشري حقوقو کمېټۍ په  دغه بيانيه کښې په دې باندې په تاکيد سره چې د ترهه ګرۍ په تور د روشنفکرو، حق پرستو او ظلم دښمنه مسلمانانو په ځپلو کښې د سعودي سياست شرمناک او د نه قبول وړ دے وويل، که له ترهه ګروسره مقابله کول وي نو سعودي واکمنان د تورنو په وړومبي قطار کښې دي چې د سيمې د لکونو بې ګناه خلقو د قتل عام ذمه وار دي.

دغې بيانيې د منافقينو، القاعدې داعش او د سيمې نورو جنايتکارو ترهه ګرو ډلګيو سره د سعوديانو مالي او وسله ايزو مرستو ته په اشارې سره وويل: د سعوديانو په عملنامه کښې پراخه جنايتونه شامل دي چې په د يمن د الحديده صوبې په الکوعي سيمه کښې د عامه خلقو قتل عام  چې يودېرشو تنو بمبارول يې وروستے جنايتکارانه اقدام دے.

د ايران د قضائيه قوې د بشري حقوقو کمېټۍ همدارنګ د سعودي د قطيف سيمې له مظلومو او د دغه هېواد له نورو حق غوښتونکو خلقو سره د څرګند ظلمونو د نتائجو په باره کښې سعودي واکمنانو ته د خبردراي په ورکولو سره د نړيوالو ادارو په تېره بيا د ملګرو ملتو او بشري حقوقو د شورا لخوا د دغې موضوع په تعقيبولو او د موضوع په حساسيت تاکيد وکړ.

په دغه بيانيه کښې راغلي دي چې بې له شکه امريکه او ځينې اروپائي هېوادونه د سعودي د مظلومو او د سيمې به تېره بيا د يمن تر يرغل لاندې خلقو په خلاف د دغه هېواد د واکمنانو په جنايتونو کښې شريک دي او پکار دي ځواب ويونکي وي.