دایران تګلارۍ د سوریې د کړکیچ ختمول دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i76100-دایران_تګلارۍ_د_سوریې_د_کړکیچ_ختمول_دی
ایرنا خبری اژانس وایی په سیاسی چارو کښې دایران دخارجه وزیر لوړرتبه مرستیال حسین جابری انصاری بیګا په تهران کښې د سوریې په چارو کښې د بریتانیا له ځانګړی استازی مارټین لانګ ډین سره په کتنې کښې په دې خبرې ټینګار سره چې د سوریې د کړکیچ په چټک ډول پاې ته رسول د ایران دسیمه ییز سیاست لومړیتوب دی وویل
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 02, 2018 01:29 Asia/Kabul
  • ترهګر او دهغوې لویدیځ ملاتړي هیوادونه ځانونه په سوریې کښې د کیمیاوي حملې دنوي سناریو د اجرا کولولپاره چمتو کوي .
    ترهګر او دهغوې لویدیځ ملاتړي هیوادونه ځانونه په سوریې کښې د کیمیاوي حملې دنوي سناریو د اجرا کولولپاره چمتو کوي .

ایرنا خبری اژانس وایی په سیاسی چارو کښې دایران دخارجه وزیر لوړرتبه مرستیال حسین جابری انصاری بیګا په تهران کښې د سوریې په چارو کښې د بریتانیا له ځانګړی استازی مارټین لانګ ډین سره په کتنې کښې په دې خبرې ټینګار سره چې د سوریې د کړکیچ په چټک ډول پاې ته رسول د ایران دسیمه ییز سیاست لومړیتوب دی وویل

ایران تل دسوریې دکړکیچ په اوږدو کښې  د بشردوستانه او انسانی موضوګانو بندوبست کړی دی  او په دې زمینه کښې دایران سیاست کاملا شفاف او روښانه دی .

هغه په دې خبرې سره چې ایران د کیمیاوی وسلو د یوه(۱) ستر قربانی هیواد په توګه په هرې شخړې کښې ددغو وسلو له هرډول کارول کیدا سره مخالف دی ټینګار وکړ ایران دځینو هیوادونو له یواړخیزه اقداماتو سره چې د کیمیاوی وسلو په زمینه کښې یې دځان لپاره  د څارنوال ، قاضی او د حکمونو داجرا  درې (۳)رولونه بیان کړی دی او په سوریې کښې دخپلو ماتی خوړلیو سیاسی هدفونو د تحقق لپاره له دغه موضوع  د اوزاری استفادې هڅه کوی سخت مخالف دی .

د سوریې په چارو کښې د انګلستان ځانګړی استازی لانګ ډین هم د سوریې د کړکیچ په زمینه کښې د خپل هیواد دسیاستونو په بیانولو او د ادلب  د حالت  او د راتلونکی او په دغه سیمه کښې د کیمیاوی وسلو د کارولو په احتمال د اندیښنې په ښودلو سره دسورېې دکړکیچ په اړه د ایران او د  بریتانیا د ملګرتیا هرکلی وکړ او دسوریې دکړکیچ  دختمولو لپاره یې له هڅو سره د مرستې لپاره دخپل هیواد چمتووالی اعلان کړ .

د روسیې دفاع وزارت ویلی دی ترهګر او دهغوې لویدیځ ملاتړی هیوادونه ځانونه په سوریې کښې د کیمیاوی حملې دنوی سناریو د اجرا کولولپاره چمتو کوی .

په ملګروملتونو کښې د سوریې دایمی استازی بشار جعفری هم ویلی د النصره ترهګرې ډلې غړیو د لویدیځو هیوادونو په غږملتیا سره په تیرو څو ورځو کښې د کلورین ګاز اته(۸) پیټی دسوریې ادلب ولایت ته انتقال کړی دی چې له هغوې دخلکو پرضد په کیمیاوی حملو کښې استفاده وکړی .