ټرمپ به د مینځنی ختیځ د نیولو ارزو قبر ته یوسی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i76256-ټرمپ_به_د_مینځنی_ختیځ_د_نیولو_ارزو_قبر_ته_یوسی
زمونږخبریال وایی د تهران دجمعې لمانځه خطیب ایت الله محمد امامی کاشانی وویل دامریکا ولسمشر او دهغه ملګری به د مینځنی ختیځ د نیولو ارزو زر قبر ته یوسی .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Sep 07, 2018 14:35 Asia/Kabul
  • دښمن رسندوي جنګ پیل کړی دی چې دایران  په خلکو کښې ویره او اضطراب رامینځته کړي .
    دښمن رسندوي جنګ پیل کړی دی چې دایران په خلکو کښې ویره او اضطراب رامینځته کړي .

زمونږخبریال وایی د تهران دجمعې لمانځه خطیب ایت الله محمد امامی کاشانی وویل دامریکا ولسمشر او دهغه ملګری به د مینځنی ختیځ د نیولو ارزو زر قبر ته یوسی .

هغه د تهران دجمعې لمانځه په خطبو کښې په دې خبرې سره چې امریکا او صهیونیسټ رژیم د ایران له اسلامی جمهوریت سره دجنګ په حال کښې دی ددښمانانو له دسیسو سره د مقابلې  په سم مدیریت او پلانونې ټینګار وکړ .

دتهران دجمعې لمانځه خطیب دتهران پرضد ددښمن رسندوی جنګ ته په اشارې سره وویل دښمن رسندوی جنګ پیل کړی دی چې دایران  په خلکو کښې ویره او اضطراب رامینځته کړی .

ایت الله امامی کاشانی د مینځنی ختیځ د نیولو لپاره دصهیونیسټ رژيم او د امریکا دسیسو ته په اشارې سره  ټینګار وکړ هماغه ډول چې څلویښت(۴۰) کاله کیږی داسلامی ایران دښمانان هیڅ  هدف ته ونه رسیدل په دغه دسیسې کښې هم نه بریالی کیږی او ډونالډټرمپ او نتانیاهو به خپله ارزو قبر ته له ځان سره یوسی .

دتهران د جمعې لمانځه موقته امام داسلامی انقلاب دستر لارښود  حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای سپارښتنو ته په اشارې چې ویلی یې وو باید د بدبینۍ د خپریدا مخه ونیسو وویل نن سبا دښمن د اینټرنیټ دفضا د ککړولو په حال کښې دی او دا د  رسنیو دنده ده چې ددښمانانو له دغه چلول سره مقابله وکړی .