ایران له امریکا او صهیونیسټ رژیم پرته بل دښمن نلری
-
امریکا د روان میلادي کال د مي په اتمه (۸)نیټه له اټومي تړون وتلو وروسته د ایران پرضد د دباو د راوستلو لپاره هراړخیزه اقداماتو ته دوام ورکړی دی .
زمونږخبریال وایی د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی په دې خبرې سره چې نن سبا ایران له امریکا ، صهیونیسټ رژیم او دهغوې له پیروانو پرتله بل هیڅ دښمن نلری ټینګار وکړ دایران اسلامی جمهوریت به په کوټلتیا او یوزړه توب سره په دښمانانو غلبه وکړی .
د ایران ولسمشر حسن روحانی نن په تهران کښې د شهید رجایی په څوارلسم(۱۴) ملی فیسټیوال کښې په دې خبرې ټینګار سره چې دایران خلک به هیڅکله دامریکا دباو ته تسلیم نشی جوته کړه دایران ملت به په سپینې ماڼۍ کښې د یوې(۱) نوی واکمنۍ ډلې د دباو په وړاندې چې په خپله هم نه پوهیږی چې څه وایی او څه کارونه کوی او له ټولو سره په جنګ ده هیڅکله نه ویریږی .
د ایران ولسمشر زیاته کړه نوی ډله چې په سپینې ماڼۍ کښې هستوګنه ده نه یوازې دایران له اسلامی جمهوریت بلکې له خپلو دودیزو او زاړو دوستانو او له هغو هیوادونو سره چې زیاتې اقتصادی اړیکې ورسره لری هم په جنګ بوخته ده .
دایران ولسمشر حسن روحانی په دې خبرې سره چې امریکا له یوې خوا دایران ملت تر دباو لاندې راولی او له بلې خوا دخبرو اترو لپاره مختلف پیغامونه رالیږی ډاګینه کړه امریکا دوه ګوڼه کړچار لری او نن سبا جنګ اقتصادی او تبلیغاتی جنګ دی .
امریکا د روان میلادی کال د می په اتمه (۸)نیټه له اټومی تړون وتلو وروسته د ایران پرضد د دباو د راوستلو لپاره هراړخیزه اقداماتو ته دوام ورکړی دی .