منافقین همهغه د سعودي د مالي ملاتړ وړ داعشیان دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i76470-منافقین_همهغه_د_سعودي_د_مالي_ملاتړ_وړ_داعشیان_دي
د ایران د قضائیه قوې د بشري حقوقو د کمیټې منشي له تکفیري ترهګرو څخه د استکباري بهیر ملاتړ ته په اشارې سره وویل: د منافقینو ترهګره ډلګۍ همهغه داعشیان دي چې د بې سرحده تشدد په شعار سره د بشریت خلاف جنایت لپاره د سعودي مال کاروي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 15, 2018 00:39 Asia/Kabul
  • منافقین همهغه د سعودي د مالي ملاتړ وړ داعشیان دي

د ایران د قضائیه قوې د بشري حقوقو د کمیټې منشي له تکفیري ترهګرو څخه د استکباري بهیر ملاتړ ته په اشارې سره وویل: د منافقینو ترهګره ډلګۍ همهغه داعشیان دي چې د بې سرحده تشدد په شعار سره د بشریت خلاف جنایت لپاره د سعودي مال کاروي.

د ایسنا د خبر له مخې محمد جواد لاریجاني پرون په مشهد ښار کښې په نړۍ کښې د اسلامي ایران قدرت ته په اشارې سره وویل: امریکې اول فکر کوه چې اسلامي انقلاب به دوام ونه کړي خو پس له څلورو لسیزو د یو داسې نظام کتونکې ده چې د استکبار ټول پلانونه یې شنډ کړي دي.

هغه په دې خبرې سره چې د نړیوال استکبار د یرغلونو ستره برخه د شیعه مسلمانانو او د اهل بیتو علیهم السلام د مکتب خلاف ده، څرګنده کړه: د اسلام دښمنان پوه شوي دي چې که د اهل بیتو مکتب پرمختګ وکړي نو د هغوي سپیره اهداف نه ترلاسه کیږي.

د ویلو ده چې د منافقینو ترهګرې ډلګۍ د امریکې، صهیونیسټ رژيم او انګلستان په ملاتړ سره په تیرو کلونو کښې په مختلفو ترهګرو عملیاتو کښې تقریباً اولس زره ایراني ښاریز وژلي دي.