دامریکا عسکر باید له مینځنی ختیځ څخه ووځی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i77026-دامریکا_عسکر_باید_له_مینځنی_ختیځ_څخه_ووځی
ایسنا خبری اژانس وایی په نړیوالو چارو کښې د ایران داسلامی شورا دمشر ځانګړی مرستیال حسین امیر عبداللهیان له لویدیځې اسیا دامریکا د پوځیانو وتل ددغه سیمې د امنیت په ګټه وبلل .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Oct 05, 2018 12:34 Asia/Kabul
  • دایران د اسلامي جمهوریت او دسیمې قدرت د اسلامي هیوادونو د دفاع لپاره کافي دی .
    دایران د اسلامي جمهوریت او دسیمې قدرت د اسلامي هیوادونو د دفاع لپاره کافي دی .

ایسنا خبری اژانس وایی په نړیوالو چارو کښې د ایران داسلامی شورا دمشر ځانګړی مرستیال حسین امیر عبداللهیان له لویدیځې اسیا دامریکا د پوځیانو وتل ددغه سیمې د امنیت په ګټه وبلل .

هغه وویل د امریکا دعسکرو وتل دسیمې دامنیت په ګټه دی او په سیمه ییزې ملګرتیا سره پایداره امنیت تامینولای شو .

امیر عبداللهیان ټینګار وکړ دایران د اسلامی جمهوریت او دسیمې قدرت د اسلامی هیوادونو د دفاع لپاره کافی دی .

په نړیوالو چارو کښې دایران داسلامی شورا د مشر ځانګړی مرستیال حسین امیر عبداللهیان دغه راز دې ته په اشارې  سره چې دامریکا ولسمشر ټرمپ هره ورځ د فارس خلیج دعربو هیوادونو سپکاوی کوی وویل له تل ابیب سره د ریاض ، د ابوظهبۍ او د منامې ملګرتیا عبری او عربی وژونکی سرطان(Cancer) دی .

دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تیرې سه شنبې ورځ د سعودی عربستان باچا سلمان بن عبدالعزیز ته خبرداری ورکړ د امریکا دپوځ له ملاتړ پرته دوه (۲)اونۍ هم په واک کښې نشی پاتې کیدلای .

د سعودی عربستان پرضد د امریکا د ولسمشرټرمپ سپکاوی په داسې حال کښې دوام لری چې ریاض تراوسه د واشنګټن ددغو سپکاویو په اړه هیڅ رسمی غبرګون نه دی ښودلی .

سعودی عربستان له متحده عربی اماراتو، بحرین، کویت ، اردن وغیره سره یوځاې په سیمه کښې د امریکا  او داسرائیلو نوکر دی او ددغو دوو(۲)هیوادونو پلانونه مخ ته بیایی .