داروپا راتلونکی له امریکا څخه خپلواکۍ سره تړلی دی
-
داسرائیلو رژیم او دسیمې ځینې هیوادونه په سوریې کښې د کړکیچ درامینځته کولو عاملان دي .
زمونږخبریال وایی د ایران دبهرنیو اړیکو د ستراتیژیکې شورا مشر کمال خرازی وویل دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سیاستونه سبب شول چې نور هیوادونه خپلواکه سیاستونه او کړنلارې ولری او خپله لاره له امریکا جلا کړی .
کمال خرازی پرون په تهران کښې د اسټریا د اروپایی او د امنیتی مطالعاتو د موسسې له مشر ورنر فاسلابند (Werner Fasslabend) سره په کتنې کښې وویل اروپا دې نتیجې ته رسیدلی ده چې د اروپا راتلونکی له امریکا له خپلواکۍ سره تړلی دی او دا داسې کار دی چې چین یې تعقیبوی .
د ایران د بهرنیو اړیکو د ستراتیژیکې شورا مشر کمال خرازی دغه راز له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې د امریکا او د ځینو اروپایی هیوادونو په سیاست نیوکې سره وویل امریکا او دفرانسې په شمول ځینې اروپایی هیوادونه په خپله دترهګرو پناه ځایونه دی او دغه هیوادونه دایران پرضد د اقدام او پروپاګنډو لپاره ترهګرو ته امکانات ورکوی .
کمال خرازی د ایران خارجی اړیکو او دغه راز د سوریې کړکیچ ته په اشارې سره وویل داسرائیلو رژیم او دسیمې ځینې هیوادونه په سوریې کښې د کړکیچ درامینځته کولو عاملان دی .
د اسټریا د اروپایی او دامنیتی مطالعاتو د موسسې مشر ورنر فاسلابند هم په دې خبرې سره چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ داروپا موقعیت کمزوری کړی دی وویل له امریکا څخه خپلواکه دیوه(۱)امنیتی او دفاعی سیاست پراختیا او د یورو(Euro) کرنسۍ پیاوړتیا هغه موردونه دی چې د امریکا د کړچارونو په مقابل کښې د اروپا لپاره اهمیت لری .