د امريکې اقتصادي جنګ؛ ايران هم هغه شان د پرمختګ په لارکښې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i78038-د_امريکې_اقتصادي_جنګ_ايران_هم_هغه_شان_د_پرمختګ_په_لارکښې
د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ باوري دے د ايران په خلاف د بنديزونو دويمه دوره ترټولو سخت ډول بنديزونه دي چې په ايران باندې لګول شوي دي. د بنديزونو دويمه دوره د لړم د مياشتې په څوارلسمه نېټه اجرائي شوه؛ هغه بنديزونه چې نېغ په نېغه د ايران په خلقو تاثير کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 10, 2018 13:00 Asia/Kabul
  • د امريکې اقتصادي جنګ؛ ايران هم هغه شان د پرمختګ په لارکښې

د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ باوري دے د ايران په خلاف د بنديزونو دويمه دوره ترټولو سخت ډول بنديزونه دي چې په ايران باندې لګول شوي دي. د بنديزونو دويمه دوره د لړم د مياشتې په څوارلسمه نېټه اجرائي شوه؛ هغه بنديزونه چې نېغ په نېغه د ايران په خلقو تاثير کوي.

(د ټرمپ غېر قانوني عمل)

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر ډاکټر حسن روحاني د امريکې د بنديزونو د دويمې دورې له اجرائي کېدو وروسته وويل: « هغه کار چې امريکايانو وکړ يوازې په خلقو باندې دباو دے او بل په هيچا دباو نه دے. په نورو خلقو، نور شرکتونو او نورو حکومتونو باندې دے، نن يوازې ايران د امريکې سياستونو نه دے په قهر کړے بلکه حتی اروپائي شرکتونه او حکومتونه هم د امريکې سياستونو قهرجن کړي دي.»

د تېلو په برخه کښې د امريکې بنديزونو د ايران  بېنکي او تجارتي مبادلات هدف ګرځولي دي. دغه ډول بنديزونه له ايران سره د نړيوالې اقتصادي ملګرتيا ختمېدلو په معنا دي. امريکه کوشش کوي په ايران باندې په اقتصادي دباو سره د هغې په اند بالاخره به تهران د خپل اېټمي پروګرام په باره کښې د نوې موافقې لاسليکول لپاره مجبور کړي. په همدې لړ کښې د ايران د بهرنيو چارو د وزارت د سياسي او نړيوالو مطالعاتو د مرکز مشر محمد کاظم سجاد پور د لندن په چېتم هاؤس فکري مرکز کښې وويل: ايران د امريکې ګواښونه نه مني او د بنديزونو په لګولو سره نويو خبرو اترو ته د تهران مجبورول امکان نه لري.»

ډونالډ ټرمپ چې د روان ميلادي کال د مۍ په اتمه نېټه له برجامه ووت، ادعا کوله چې دغه موافقه يوازې د ايران ګټې پوره کوي او د امريکې په تاوان ده او پکار دي يوه نوې موافقه لاسليک شي. له نوې موافقې څخه د امريکې مقصد په موافقه کښې يو بل بحث ته ننوتل دي چې له اېټمي موضوع سره څه تعلق نه لري. د ايران سيمه ايزه موجودګي او توغنده اي پروګرام د ايران د اسلامي جمهوريت دوه مهم قوت جوړونکي عناصر دي او امريکه په هرې طريقې سره کوشش کوي دغو مواردو ته داخله شي. په سيمه کښې د ايران تاثير کونکې موجودګي او د هغه توغنده اي توانمني چې په دې وروستيو کښې په ولايت ۹۷ ګډو هوائي دفاعي مشقونو کښې يې يوه برخه نندارې ته وړاندې شوه په سيمه ايزو انډولونو کښې يې ايران يو ټاکونکے قوت جوړ کړے دے. له زمکې نه هوا ته ويشتونکے شلمچه نومې توغندے او د ترمتوسطې فاصلې ويشتونکے طبس نومې توغنده اي سېسټم د ولايت ۹۷ هوائي دفاعي ګډو مشقونو کښې په کاميابۍ سره وزمائل شول.په همدې زمينه کښې د دغو مشقونو وياند جنرل محمود موسوي وويل: « په پرمختلليو ټېکنالوجيو سره د دغو سازوسامانونو جوړښت او استعمال دا ښودنه کوي چې د ايران اسلامي جمهوريت په کورني توان باندې په تکيې سره خپل ضرورتونه پوره کولې شي.»

 

 (د ايران د ملت تاثيرکونکې تجربه)

د امريکې بنديزونه په داسې حال کښې په پراخو پروپېګنډو سره اعلان او اجرائي شول چې دغه بائيکاټونه د اسلامي انقلاب له ژوندون سره سم د ايران له ملت سره مل وو او دي او څه نوې موضوع نه ده. په دې زمينه کښې د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي د سږ کال د لړم د مياشتې د ديارلسمې نېټې په مناسبت د زرګونو زده کونکو او محصيلينو په کتنه کښې تاکيد وکړ: «په دغو څلوېښتو کلونو کښې د امريکايانو يو تحرک له اقتصادي جنګ څخه استفاده ده او دا چې اوس وائي د ايران په خلاف بائيکاټونه نوې اقدام دے په حقيقت کښې ځان ته او او د امريکې ملت ته دهوکه ورکول دي، ځکه د بنديزونو موضوع د اسلامي انقلاب د کاميابۍ له شروع څخه موجوده ده.»

البته بنديزونه به د ايران د ملت په ژوند باندې محسوسيږي، خو هغوي په تېرو وختونو کښې او په مختلفو دورانونو کښې په زغم او استقامت سره سختې مرحلې تېرې کړې دي. يوزړۀ توب او هدف لرونکے پلاننګ د امريکې د بنديزونو له نوې دورې څخه د تېرېدو لپاره لازمي چاره ده. د بنديزونو په لګولو کښې د ټرمپ د حکومت يو اصلي مقصد د ملت او چارواکو ترمېنځ فاصله رامځته کول دي خو په دې زمينه کښې هم امريکايان په تېرو څلوېښتو کلونو کښې کامياب نه وو.

د سږ کال د لړم د مياشتې د ديارلسمې لاريونونه د اسلامي جمهوري نظام  او خلقو د وحدت او يووالي ښودونکي وو او د هغو په وروستي پرېکړليک کښې هم په وضاحت سره له امريکائي استعمار سره په مبارزه تاکيدشوے دے. له استکبار سره د مبارزې د ملې ورځې په مراسمو کښې د خلقو حماسي او ميليني ګډون د نړۍ په مختلقو رسنيو کښې پراخه انعکاس ولرۀ.دغو رسنيو تاکيد وکړ چې د امريکې د پراخو بنديزونو له ورځو سره په يو وخت د ايران خلق سړکونو ته راووتل او د امريکې سياستونه يې وغندل.

 

(د امريکې لوظ ماتونه)

له برجامه د امريکې وتل او په دوو نوبتو کښې يعنې په اګست او د نومبر په پينځمه نېټه د ايران په خلاف د اېټمي بنديزونو بيا ستنونه موافقو ته د امريکې د نه پاملرنې او د نړيوالو قوانينو د خلاف ورزۍ په معنا ده. هغه پاليسي چې ټرمپ د ايران په وړاندې غوره کړې ده يوازې ايران مخالفه پاليسي نه ده بلکه نړيوالو اصولو ته يې نه پاملرنه به ټوله نړۍ او هېوادونه ترتاثير لاندې راولي. د ټرمپ د اوسني حکومت سياست په نړۍ باندې د خپلې رائې تپل او په هره طريقه چې وي د خپلو ګټو حاصلول دي چې په داسې حالاتو کښې د امريکې په وړاندې د ټولو هېوادونو ټينګ اودرېدنه ضروري ده.

که څه هم د برجام باقي پاتې غړي د ټرمپ د حکومت له اوسنۍ پالېسۍ سره مخالف دي او تاکيد کوي چې د ايران په خلاف د امريکې له غېر قانوني بنديزونو سره خالف دي خو په دې اړه د عملي اقداماتو د غوره کولو هيله کيږي. په همدې لړ کښې د فرانسې د اقتصادو او پانګو وزير وړانديز کړے دےچې د ايران په خلاف د امريکې له بنديزونو سره د مقابلې لپاره به له يورو څخه استفاده زياته شي. د فرانسې د اقتصادو او پانګو وزير برنو لومر وويل: «د ايران په خلاف د امريکې د يو اړخيزو بنديزونو په ردعمل کښې پکار دي په نړيوالو معاملو کښې د يورو د تقويت لپاره اقدامات شامل وي.»

له دې مخکې د اروپائي اتحاديې ځينو غړيو هېوادونو په يوه ګډه بيانيه کښې د امريکې له بائيکاټونو څخه بې پروا له ايران سره په موثره توګه د مالي تعلقاتو د ساتنې په هدف سره له روسيې، چين او نورو هېوادونو سره ملګرتيا ته د دوام ورکولو لپاره د خپلې فېصلې خبر ورکړے ؤ.  

په همدې چوکاټ کښې د روسيې مرکزې بېنک د روسيې د سوئيفټ اېس پي اېف اېس د چمتووالي خبر ورکړ او وې ويل،کورني او بهرني بېنکونه او اعتباري مالي ادارې د فني حالاتو د چمتووالي په صورت کښې د روسيې له سوئيفټ سره يوځاے کېدې شي. له دې مخکې هم د روس يو لوړ رتبه چارواکي د روسيې سوئيفټ اېس پي اېف اېس مالي تبادلو  په خاطر د روسيې له ځاي سېسټم سره د ايران د يوځاے کېدو لپاره د ماسکو او تهران د خبرو اترو خبر ورکړ. د روسيې د دوما د مالي چارو د کمېشن مشر آناتولي آکساکوف وويل: «د ايران او روسيې ترمېنځ د ملګرتيا فني لارې چارې برابر شوې دي او له ايراني شرکتونو سره د ملګرتيا او نېغ په نېغه آدائېګۍ امکان موجود دے.»

 

 (د پرمختګ په لار کښې د ايران حرکت)

په هر حال هغه څه چې د حقيقت ښودنه کوي د امريکې د اقتصادي بائيکاټونو باوجود د ترقۍ او پرمختګ د څوکو په لور د ايران حرکت دے. د خودکفائۍ لوري ته د حرکت په چوکاټ کښې د نوي سائنس يا نانو په توليد، په غني طبيعي سرچينو او د کورنيو ضرورتونو په توليد کښې د ايراني پوهه او ماهرو ځوانانو مخ په زياتېدو هلې ځلې ټول د کاميابۍ نښې نښانې او له بهرنيو مشکلاتو څخه د تېرېدو لپاره په کورني توان باندې د تکيې کولو ټکے دے.

په همدې زمينه کښې د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر د عمومي قوماندان جانشين  جنرل حسين سلامي باوري دے: د ګواښونو په وړاندې د ايران د ملت ټينګ اودرېدنه او ثابت قدمي د دښمن ټول دباونه او ګواښونه د ايران د ملت لپاره په ښکليو فرصتونو بدلوي. د جنرل حسين سلامي د وېنا له مخې په نزدې راتلونکي کښې به له ټولو اقتصادي او سياسي مشکلاتو څخه په تېرېدو سره د مقتدره ايران او د دښمنانو د لا زوال کتونکي يوو.

د اسلامي انقلاب څلوېښت کلنۍ تجربه ښودنه کوي چې څه نه هوارېدونکې مشکل موجود نه دے او د خلقو او حکومت په لا زيات همت سره  به له دغې سختې تاريخي ستونزې څخه هم د ايران د خلقو په ګټه په کاميابۍ سره تېر شوو. دغې تجربې ته په پام سره د ايران خارجه وزير محمد جواد ظريف د امريکې د بائيکاټونو د دويمې دورې له اجرا نه وروسته د ايران ملت ته په يو پېغام کښې تاکيد وکړ، د ايران خلق به يو ځل بيا امريکه پښېمانه کړي،

په همدې چوکاټ کښې د اسلامي انقلاب معظم رهبر د تېرو څلوېښت کلونو په دوران کښې له اقتصادي بائيکاټ او جنګ څخه د امريکې مقصد د هېواد فلج کول او وروسته پاتې ساتل وبلل او زياته يې کړه: په اقتصادي جنګ کښې هم هغه څه چې رامنځته شول د امريکې د غوښتنې په خلاف دي، ځکه چې د خودکفائۍ او په داخل کښې د توليد لوري ته حرکت ګړندے شوے دے او نن د پوهنتون د خوشفکره ځوانانو په سلګونو ډلې په هېواد کښې په مهمو کارونو او فعاليتونو بوختې دي. د اسلامي انقلاب معظم رهبر همدارنګ په نړۍ کښې د امريکې حالاتو ته اشاره وکړه او تاکيد يې وکړ: «په يو لا پراخه نظر سره په دنيا کښې د امريکې قوت، اقتدار او رعب مخ په زوال دے او نننۍ امريکه له څلور لسيزو مخکې امريکې څخه ډېره زياته کمزورې ده.»

----------------