اروپایان دې دجامعې ایټمی موافقې په باب خپلې ژمنې عملی کړی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i78130-اروپایان_دې_دجامعې_ایټمی_موافقې_په_باب_خپلې_ژمنې_عملی_کړی
هغه میکانزمونه چې اروپایانو دجامعې ایټمی موافقې د دوام لپاره پلان کړی،تر دې دمه اجرا شوی نه دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 14, 2018 04:03 Asia/Kabul
  • اروپایان دې دجامعې ایټمی موافقې په باب خپلې ژمنې عملی کړی

هغه میکانزمونه چې اروپایانو دجامعې ایټمی موافقې د دوام لپاره پلان کړی،تر دې دمه اجرا شوی نه دی .

 زمونږخبریال راپور راکړ  د  ایران دبهرنیو اړیکود  سټراټژیکې شورا مشر کمال خرازی  زیاته کړې ،  دجامعې ایټمی موافقط  په اجرا کې ځنډ ،  دایران او  اروپا ترمینځ  اعتماد  داغی کوی  ، پر دې اساس ضروری ده ، اروپایان زرترزره   د  دغې نړیوالې ایټمی  موافقې  د مادو  داجرا په وړاندې   خپل  عملی اقدامات  نندارې ته وړاندې کړی .

 کمال خرازی زیاته کړې ، اروپا  د سیاسی دریځونو له پلوه تل  دجامعې ایټمی موافقې   د دوام  ملاتړ کړی دی ، خو تر دې دمه   دغه ملاتړونه  په عملی اقداماتو بدل شوی نه دی .

 هغه   دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې  په اجرا کې د  اروپایانو دژمنتیاؤ په باب   روښآنه کړې ،   دا یو امتحان دی ،    د اروپالپاره یو ا متحان چې   د امریکا ددباؤنو په وړاندې   دخپلې خپلواکۍ  ، عزت اویوووالی  دفاع وکړی .

 د ایران دبهرنیو اړیکود سټراټژیکې  شورا مشر  همدرااز   د جامعې ایټمی موافقې په باب د ایرانیو چارواکو   وروستۍ فیصلې ته اشاره کړې او وئیلی ئې دی، تر دې دمه  ایران  به دغې نړیوالې ایټمی موافقې کې  پخپلو ژمنو  عمل کړی او دایټمی انرژۍ نړیوال آژانس هم  په کرتو  دغه ژمنتیاوې تائید کړی دی ، خو  دایران دغه اقدامات  په یواړخیز ډول  دتل لپاره دوام نشی درلودلی .