عراقچي: امريکې د اروپايانو ملي حاکميت له مشکل سره مخامخ کړے دے
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i78177-عراقچي_امريکې_د_اروپايانو_ملي_حاکميت_له_مشکل_سره_مخامخ_کړے_دے
د ايران د خارجه وزير سياسي مرستيال وويل، امريکې د ډالر په ذريعې سره په عملي توګه د اروپائي حکومتونو ملي حاکميت له مشکل سره مخامخ کړے دے.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 16, 2018 01:28 Asia/Kabul
  • عراقچي: امريکې د اروپايانو ملي حاکميت له مشکل سره مخامخ کړے دے

د ايران د خارجه وزير سياسي مرستيال وويل، امريکې د ډالر په ذريعې سره په عملي توګه د اروپائي حکومتونو ملي حاکميت له مشکل سره مخامخ کړے دے.

د ايرنا د رپوټ له مخې سيد عباس عراقچي پرون مازيګر په روم کښې د اېټاليا د بهرنيو چارو د وزارت له قائمقامې مېرمن ايليزېبېت بلوني سره په کتنه کښې وويل: ډالر په يوې وسلې بدل شوے دے چې امريکې ترې په استفادې سره خپلې ناروا غوښتنې په اروپائي انډيوالانو تپلې دي او په عملي توګه يې د اروپائي حکومتونو ملي حاکميت له مشکل سره مخامخ کړے دے.

د ايران د خارجه وزير سياسي مرستيال چې د ايران او اېټاليا د خارجه وزيرانو د مرستيالانو د سياسي مېکانېزم په مشاورتي غونډه کښې د ګډون لپاره روم ته لاړ دے د اېټاليا د خارجه وزارت له قائمقامې مېرمن ايليزېبېت بلوني او د دغې وزارتخانې له سياسي مدير سباستيانو کاردي سره کتنه او د دلچسپۍ وړ يو لړ موضوعاتو په چوکاټ کښې يې د نظر تبادله وکړه.

دواړو خواو په دغه کتنه کښې د تهران او روم د اصولي سياست په توګه د يو بل د احترام او ګټو په بنياد د اقتصادي او تجارتي په شمول په مختلفو زمينو کښې د روابطو د لا زياتې پراختيا لپاره  د رغانده تعلقاتو په دوام تاکيد وکړ.

د اېټاليا د خارجه وزارت قائمقامې هم په دغه کتنه کښې د دې په بيانولو سره چې د دغه هېواد شرکتونه له ايراني لوري سره د ملګرتيا دوام غواړي د دوو اړخيزو ملګرتياو د خنډونو د لرې کولو او د هغو اروپائي او اېټاليائي شرکتونو چې له ايران سره کار کوي د بائيکاټ د خطر کم نه کم حد ته رسولو لپاره د اروپائي حکومتونو په جديت تاکيد وکړ.