ایران په بایکاټونو کې نه ښکیلیږی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i78186-ایران_په_بایکاټونو_کې_نه_ښکیلیږی
په پریکنده توګه د سوریې او یمن میدانی ډګر د امریکا او د هغې د متحدانو سیاستونه له چیلنج سره مخامخ کړی دی چی د عادی خلکو له وژلې او ورانولو پرته ترې نور څه نه کیږی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 16, 2018 09:59 Asia/Kabul
  • ایران په بایکاټونو کې نه ښکیلیږی

په پریکنده توګه د سوریې او یمن میدانی ډګر د امریکا او د هغې د متحدانو سیاستونه له چیلنج سره مخامخ کړی دی چی د عادی خلکو له وژلې او ورانولو پرته ترې نور څه نه کیږی .

 

د صیهونیسټ رژیم لومړی وزیر د امریکا په خارجه وزارت کې د ایران د چارو له ځانګړی استازی سره په کتنه کې د امریکا له ولسمشر ټرمپ د هغه څه په خاطر چی د ایران ضد سخت بایکاټونه یې وبلل ، قدرونه وکړه .

نتانیاهو او بریان هوک د زیارت په ورځ په نیواکی فلسطین کې د ایران په اړه کتنه او خبرې اترې کړی دی . بریان هوک په دغه کتنه کې د دې خبرې په کولو سره چی دغه بایکاټونه به هماغه راز تعقیب شی ، ادعا وکړه سخت بایکاټونه په سیمه کی د ایران مخه نیولې شی . هغه په دوام کې مدعی شو بایکاټونه د ایران د توغندوی پروګرام د دوام خنډ ګرځیدلې شی .

د نتانیاهو او هوک د خبرو چورلیز ډیره ښه ښئ چی ایران د اسیا د لویدیځ په سټراټیجیکه سیمه کی یو پیاوړې هیواد دې . امریکا او صیهونیسټ رژیم  په هره روده هڅه کوی په خپل ګومان له دغه اغیزمن او کارنده قدرت سره چلند وکړی . د سوریې او یمن میدانی وضعیت د امریکا ، اسراییلو او عربستان د پریکنده ماتې ننداره حسابیږی  چی د کرایې ترهه ګرو او ګوډاګیانو د لګولو په شمول یې په بیلا بیلورودو سره خپل سیاستونه عملی نکړې شول .

په پریکنده توګه د سوریې او یمن میدانی ډګر د امریکا او د هغې د متحدانو سیاستونه له چیلنج سره مخامخ کړی دی چی د عادی خلکو له وژلې او ورانولو پرته ترې نور څه نه کیږی . همدغه موضوع سبب شوی ده چی امریکا د اسراییلو او سعودی رژیم په لمسولو سره په خپل خیال د ایران پرضد سخت بایکاټونه اعمال کړی تر څو د دغه فعال او اغیزمن لوبغاړی قدرت تر اغیز لاندې راولی .

د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ عمومی قوماندان امیر عبدالرحیم موسوی وویل د اسیا لویدیځ سیمه د د جنایتکارې امریکا د سترو ماتو په نندارتون بدله شوی ده .

دسپاه پاسداران د هوایی ځواک قوماندان سردار امیر علی حاجی زاده هم د ایران د دفاعی قدرت په اړه وویل د ایران د اسلامی جمهوریت قدرت باید د امریکا د ولسمشر ټرمپ په شمول د نورو له ژبې واوریدل شی . ده همداراز زیاته کړه ایران دښمنان او تر هه ګر له سلګونو کلومیټرواټنه هدف ګرځوی چی د اسلامی ایران د لوړ دفاعی قدرت ښودنه کوی .

ایران هغه هیواد دې چی په بیلا بیلو علمی ، اقتصادی او پوځی ډګرونو کې خپلواکه پروګرامونه لری  او د بهرنیو ټکنونو په وخت به له ستونزې سره مخامخ نشی . د ایران اقتدار او قدرت په ولسی جرړې سره له ځای مولفو سرچینه اخیستلی ده  او په دې کې اړوند والې رول نلری . په داسې شرایطو کی هغه څه چی امریکایی او صیهونیسټی مسولان یې د سختو بایکاټونو په اړه وایی ، ایران به ګډوډ نکړې شی او دا د ایران د اسلامی جمهوریت د خپلواکه قدرت نښه ده .په دې زمینه کی د سیاسی مسلو کارپیژاندی الګزینډر ناګی زمونږ له خبریال سره په خبرو کی وویل ایران د ایټمی علومو ، نانو ټیکنالوجۍ ، بنیادی حجرو او پوځی صنعت په زمینه کی اوڅاره پرمختګونه درلودلی دی .

دغو ځانګړنو له اسلامی ایران هغه هیواد جوړ کړی دې چی د نتانیاهو او بریان هوک د وهمونو په اساس د امریکا بایکاټونه به د ایران د سیمه ایزې رول لوبونې او د زیاتیدونکی قدرت د پیاوړتیا په بهیر کې چی د اسراییلو او امریکا د ملاتړو ترهه ګرو د ماتې سبب شوی ، کوم خنډ رامینځته نکړې شی .