جامعه ایټمی موافقه بیا د اروپائی مشرانو دورځې دبحث موضوع ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i78256-جامعه_ایټمی_موافقه_بیا_د_اروپائی_مشرانو_دورځې_دبحث_موضوع_ده
دجامعې ایټمی موافقې په باب دځانګړو مالی لارو چارو دارزونې لپاره داروپائی چارواکو مشورې اوج ته په رسیدو دی
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 19, 2018 09:25 Asia/Kabul
  • جامعه ایټمی موافقه بیا د اروپائی مشرانو دورځې دبحث موضوع ده

دجامعې ایټمی موافقې په باب دځانګړو مالی لارو چارو دارزونې لپاره داروپائی چارواکو مشورې اوج ته په رسیدو دی

وال سټریټ ژورنال  خپرونې راپورو رکړی ،  داروپائی اتحادئې دبهرنی سیاست مرستیالې میرمن  هلګا شمیډ دجامعې ایټمی موافقې  د  مادو په باب  له ایران سره د  مالی تعاملاتو دساتنې لپاره د اروپائی اتحادئې د ځانګړی مالی  لارو چارو  د ارزونې په موخې سره ،  له  درو اروپائی هیوادونو یعنی د فرانسې ،جرمنی او  انګلستان  له چارواکو سره لیدۀ کاتۀکوی .

همداراز  وروستی  راپورونه ښئ  چې  انګریز خارجه وزیر  جرِمی هنټ  هم   د  دایران  له خارجه وزیر  او  نورو لوړپوړو چارواکو سره دخبرواترو  په خاطر  د یوه لوړروتبه سیاسی پلاوی په مشرئ تهران  ته راغلی دی .

دجامعې نړیوالې  ایټمی موافقې  ځانګړی مالی لارې چارې  دایران له خارجه وزیر او نورو  چارواکو سره دهغه  دخبرواترو یو مهمه موضوع ده .

دامریکا ولسمشر ډونالډټرمپ  د مئ په اتمه نیټه   په یواړخیز ډول   د نړیوالې ایټمی موافقې  په خلاف ورزۍ سره   دغه هیواد  له    جامعې نړیوالې  موافقې وباسۀ او دایران په ضد ئې  ایټمی بندیزونو بیرته اعلان کړل . 

 داپه داسې حال کې دی چې  اروپائی اتحادئې او ایران  اړونده چارواکی   د جامعې ایټمی موافقې دساتلو  لپاره هڅه کوی  او  دامریکا د ولسمشر  د دغې یو اړخیزې  فیصلې ئې بشپړ مخالفت کړی دی  چې  دغې چارې په نړیوال ډګر کې یو ځل بیا امریکا منزوی کړې ده .