په ټول افغانستان کښې نن عمومی ویر اعلان شوی دی
-
داعش ترهګرې ډلې په ځلونو ددا ډول ترهګرو بریدونو مسولیت پرغاړه اخیستی دی .
زمونږخبریال وایی د افغانستان د ولسمشر ویاند «محمد هارون چخانسوری» په کابل کښې د پرون ورځې د ترهګرۍ چاودنې په خاطر چې د څه دپاسه یوسل دیرشو (۱۳۰) کسانو د مړینې او ژوبلیدا سبب شوه عمومی ویر اعلان کړ .
هغه وویل نن به په ټول افغانستان او سیاسی نمایندګیو کښې د هیواد بیرغ نیمه ځوړنده وی .
د افغانستان ولسمشر اشرف غنی هم ددغه ترهګرې حملې په غندلو سره وویل د دینی علماو په غونډې حمله کول د اسلام او دبشریت پرضد جنایت دی .
پرون د کابل په اورانوس واده هال ( Uranus Wedding Hall) کښې د اسلام دګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د نیکمرغه زوکړې په مناسبت دیوې غونډې د ترسره کیدا په وخت په ترهګرې بم چاودنې کښې له شپیتو(۶۰) زیات کسان وژل شوی او اویا(۷۰) نور ژوبل شوی دی چې له شلو(۲۰) زیات پکښې مرګی حاله دی .
تراوسه کوم سړی یا ډلې ددغه بم چاودنې مسولیت نه دی منلی خو داعش ترهګرې ډلې په ځلونو ددا ډول ترهګرو بریدونو مسولیت پرغاړه اخیستی دی .د طالبانو ویندوی ذبیح ا... مجاهد په دغه حمله کی د طالبانو ډلې لاس درلودل رد کړی دی .