په ننګرهار کښې د حضرت محمد ص د زوکړې مراسم وشول
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i78315-په_ننګرهار_کښې_د_حضرت_محمد_ص_د_زوکړې_مراسم_وشول
زمونږ خبریال وایی د اسلام دګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د نیمکرغه زوکړې مراسم د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کښې د پوهنې د ریاست لخوا ترسره شول .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 21, 2018 10:14 Asia/Kabul
  • کفري طاقتونه دا مهال په افغانستان کښې مذهبي جګړو ته لمن وهي او غواړي د شیعه او د سني ترمینځ تفرقه واچوي .
    کفري طاقتونه دا مهال په افغانستان کښې مذهبي جګړو ته لمن وهي او غواړي د شیعه او د سني ترمینځ تفرقه واچوي .

زمونږ خبریال وایی د اسلام دګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د نیمکرغه زوکړې مراسم د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کښې د پوهنې د ریاست لخوا ترسره شول .

د پوهنې  مشر حسیب الله شینواری په مراسمو کښې ګډونوالو ته وویل د بشریت ستر لارښو حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د ښوونکی په توګه نړۍ ته رالیږل شوی دی او مونږ ټولو ته چې د ښوونکو په توګه دنده ترسره کوو  او د پیغمبر وارثانو ته ضروری ده چې خپل نسلونه د پیغمبر د اخلاقو په روحیه وروزو .

هغه دغه راز په خپلو زده کونکو هم ټینګار وکړ چې د بشریت ستر لارښود  حضرت محمد (ص )په پاکوالی ټینګار کړی دی او هغه یې دایمان برخه ګڼلی ده تاسو هم دخپل ځان او د چاپیریال د پاکوالی خیال وساتئ.

د پوهنې مشر حسیب الله شینواری زیاته اسلام د سولې او د ورورولۍ دین دی او حضرت محمد ص هم په یووالی ټینګار کړی دی .

هغه وویل کفری طاقتونه دا مهال په افغانستان کښې مذهبی جګړو ته لمن وهی او غواړی د شیعه او د سنی ترمینځ تفرقه واچوی .