روحاني: د اسلامي نړۍ او امريکې اختلاف آزادي او غلامي ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i78397-روحاني_د_اسلامي_نړۍ_او_امريکې_اختلاف_آزادي_او_غلامي_ده
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د اسلامي وحدت په دوه دېرشم نړيوال کانفرنس کښې وويل: د اسلامي نړۍ او امريکې اختلاف د آزادۍ او غلامۍ په سر دے.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 24, 2018 09:33 Asia/Kabul

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د اسلامي وحدت په دوه دېرشم نړيوال کانفرنس کښې وويل: د اسلامي نړۍ او امريکې اختلاف د آزادۍ او غلامۍ په سر دے.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې ډاکټر حسن روحاني د دغه کانفرنس په شروع کښې د خداے د ګران رسول حضرت محمد مصطفی (ص) او د امام جعفر صادق (ع) د ميلاد د ورځو د مبارکۍ په ويلو سره زياته کړه، بنياد د امريکې چالاکي، دهوکه بازي او ګټې نه دي بلکه د ملتونو د حقوقو او ګټو احترام دے.

ولسمشر وويل: د تاريخ دهوکه باز زمونږ د ژوند لارې چارې نه شي ټاکلې، هغوي وائي هرڅوک چې اوچتې وسلې په اختيار کښې لري په ملګرو ملتو کښې د وېټو حق لرلې شي؛ امريکې او برطانيې د ځان لپاره په ملګرو ملتو کښې د وېټو حق برابر کړ او بيا يې په مينځني ختيځ سيمه کښې د اسرائيلو جعلي رژيم رامنځته کړ.

روحاني واضحه کړه: د لويديځ چې په سر کښې يې امريکه ده د دغې نقشې په وړاندې مونږ مسلمانان پکار دي د ظلم او ستم د ټول قوت په وړاندې په خپل ټول توان سره ټينګ اودريږوو.

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر همدارنګ د سيمې اوسني حالات سخت او ناخوښه وبلل او يادونه يې وکړه، د فلسطين، لېبيا، سوريې او يمن حالات او حتی په افغانستان، پاکستان او عراق کښې حالات داسې څه نه دي چې اسلامي ټولنه ورته اميدواره وي.