د ایران او اروپا کوټلی سلا و مشورې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i78523-د_ایران_او_اروپا_کوټلی_سلا_و_مشورې
د ایران د اقتصادی ګټو د تضمیبنولو په هدف د ځانګړی مالی لارو چارو د رامینځته کولو لپاره په ایټمی موافقې کې د موجودو لورو لپاره زیات وخت ندې پاتې او د ایران د صبر پیمانه ډکیدو ته نږدې ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 29, 2018 09:17 Asia/Kabul
  • د ایران او اروپا کوټلی سلا و مشورې

د ایران د اقتصادی ګټو د تضمیبنولو په هدف د ځانګړی مالی لارو چارو د رامینځته کولو لپاره په ایټمی موافقې کې د موجودو لورو لپاره زیات وخت ندې پاتې او د ایران د صبر پیمانه ډکیدو ته نږدې ده .

نن سبا په ویانا او جینوا کې د ایټمی موافقې د ساتلو لپاره د ایرانی او اروپایی مسولانو سلا و مشورې خپل اوج ته رسیدلی دی . له ایټمی موافقې د اروپایی اتحادیې له بیا بیا ملاتړونو سره سره  ایران د اروپایانو هلې ځلې کافی نه بولی .

د ایران د اقتصادی ګټو د تامنیدا  او ایټمی موافقې د ساتلو په هدف د پروګرام د رامینځته کولو لپاره د اروپا د بې وسۍ په ثابیتیدا سره له ایټمی موافقې مخکې وخت ته ستنیدا او د  شل فیصدو یورنیمو بډایولو بیاپیلول هغه دوه خبرداری دی چی د ایران د ایټمی انرژۍ د موسسې مشر ډاکټر علی اکبر صالحی په بروکسل کی   د اروپایی اتحادیې د بهرنی سیاست د مسولې میر من موګرینی په شمول   اروپای  ډیپلوماټانو ته  وریاد کړل .

صالحی د شورو په ورځ په ویایانا کی د ایټمی موافقې په اړه سلاو مشورو ته دوام ورکړ او د ایټمی انرژۍ  د نړیوال اژانس له مشر امانو سره یې هم کتنه او خبرې اترې وکړې .

Image Caption

 

اوس له ایټمی موافقې دامریکا له وتلو وروسته د اروپایانو لپاره  د ایران پلان شوې وخت په ختمیدو دې . یوازې د مالی لارو چارو د سمې اجرا چی د امریکا د بایکاټونو په سیوره کی د ایران د تجارت بهیر او اقتصادی ګټو تضمینونکی وی ، له امریکا پرته به  د ایټمی موافقې د دوام سبب شی .

د اروپایی اتحادیې د بهرنی سیاست مسولې میرمن موګرینی د شورو په ورځ  په جنیوا کې د ایران له خارجه وزیر ښاغلی محمد جواد ظریف سره په کتنه کې یو ځل بیا د ایټمی موافقې د ساتلو لپاره د اروپایی اتحادیې په هوډ ټینګار وکړ .

د اروپا د کمیشن مشر ژان کلوډ یونکر هم د شورو په ورځ وویل اروپا باید حتی په داسې شرایطو کې چی امریکا په یو اړخیزه توګه له ایټمی موافقې وتلی او د ایران ضد بایکاټونه یې ستنه کړی دی ، د هغې په ساتلو پایبنده شی .

د ایران د خارجه وزیر سیاسی مرستیال ښاغلی عباس عراقچی په وینا ایټمی موافقه حاضر دمه ښه وضعیت نلری او هر څیز د اروپایانو په ارادې پورې اړه لری . د ایران د اقتصادی ګټو د تضمیبنولو په هدف د ځانګړی مالی لارو چارو د رامینځته کولو لپاره  په ایټمی موافقې کې د موجودو لورو لپاره زیات وخت ندې پاتې  او د ایران د صبر پیمانه ډکیدو ته نږدې ده .

د ایران د ایټمی انرژۍ د موسسې مشر علی اکبر صالحی هم د نهې په ورځ په بروکسل کی له رویټرزخبری اژانس سره په خبرو کې وویل که ایران نور د ایټمی موافقې له اقتصادی ګټو برخمن نشی نو د ایران اسلامی جمهوریت یوځل بیا د یورنیمو د شل فیصدو بډایول له سره پیلولې شی .

Image Caption

 

ایران له ایټمی موافقې په وتلو پسې د امریکا د سیاست د شنډولو لپاره  په چټکتیا سره  له دغې موافقې بهر نشو او اروپایانو ته د ښه نیت د دوام په چوکاټ کې محدود فرصت ورکړ تر څو له امریکا پرته د ایټمی موافقې د ساتلو لپاره په لارو چارو فکر وکړی . اوس د دغه فرصت د اپوټه شمیر بهیر پیل شوی دی او د امریکا له ارادې بهر او تاریخی فیصلې لپاره د اروپایی اتحادیې خپلواکی  له سخت ازمښت سره مخامخ ده .

اروپا د ایټمی موافقې د دفاع او ساتلو لپاره چی باوری ده د سیمې او اروپا د امنیت او سولې په ګټه ده ، د امریکا له ګواښونو سره سره په بیې ورکولو محکومه ده . که داسې نه وی نو ایران به په ډاډمن ګام سره له ایټمی موافقې مخکې فعالیتونو لاره پرانیزی اوکچ کړی او په دې مینځ و میان کې به بایلونکی یوازې اروپا وی .