دوه اوبتلونه د ایران سمندري ځواک ته ورکړی شول
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i78534-دوه_اوبتلونه_د_ایران_سمندري_ځواک_ته_ورکړی_شول
دوه (غدیر) نومې اوبتلونه د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ په سمندري ځواک کښې شامل کړی شول چې د سپارل شویو عملیاتو لپاره تیار شول.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 29, 2018 16:28 Asia/Kabul
  • دوه اوبتلونه د ایران سمندري ځواک ته ورکړی شول

دوه (غدیر) نومې اوبتلونه د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ په سمندري ځواک کښې شامل کړی شول چې د سپارل شویو عملیاتو لپاره تیار شول.

مهر خبري آژانس خبر ورکړ چې د ایران د سمندري ځواک قومندان امیر البحر حسین خانزادي نن په بندر عباس کښې دغه ځواک ته د دوو غدیر سمندري اوبتلونو د ورکړې په مراسمو کښې وویل: ایران نن سبا د پوځ او سپاه پياوړی سمندري ځواک لري چې په خپلو کښې په تعامل او غږملتیا سره په فارس خلیج، هرمز اوبلارې او عمان سمندر کښې د هیواد د سمندري سیمو امنیت ټینګوي.

هغه زیاته کړه چې د ایران د اسلامي جمهوریت پوځي کشتۍ او اوبتلونه د سمندري غلو په وړاندې د کشتیو د ساتنې او ملاتړ په موخه زیاتره په عدن خلیج کښې موجودې وې او هر کال په اوسط ډول ۶ سمندري ډلې دغې سیمې ته لیږدول کیږي.

د ایران د سمندري پوځ قومندان همداشان وویل: سهند جنګي بیړۍ چې د ایران د سمندري ځواک د صنعتګرانو په لاس جوړه شوې او بیخي داخلي تولید دی، ډیره زر به د اسلامي ایران د پوځ سمندري ځواک ته وسپارله شي.