د ایران د ولس خلاف د امریکې وروستۍ دسیسې به ماتې وخوري
د تهران د جمعې لمانځه خطیب وویل: د ایراني ولس خلاف د امریکې ټولو دسیسو تراوسه ماتې خوړلې ده او دا هیواد د زوال او نابودۍ په لاره روان دی.
آیت الله محمد علي موحدي کرماني د تهران د جمعې لمانځه په خطبو کښې، د محصل ورځې او په ۱۹۵۳ کال کښې د پهلوي رژیم لخوا د ایراني محصلینو په وژله کښې د امریکې رول ته په اشارې سره زیاته کړه: امریکې له پخوا راهیسې د ایران د ولس خلاف په ټولو جنایتونو کښې یا نیغه په نیغه او په غیرمستقیمه توګه لاس لرلی دی او دا هغه هیواد دی چې د ځايي امریکايي سور پوستو په نسل وژنې سره جوړ شوی دی.
د تهران د جمعې موقته امام د جاپان په هیروشیما او ناکازاکي ښارونو د ایټمي بمبارۍ او په عراق کښې د ابوغریب او همداشان په ګوانتانامو جیل کښې د امریکې جنایتونو ته اشاره وکړه او څرګنده يې کړه: دا جنایتونه په داسې حال کښې دي چې امریکا لاهم ځان په نړۍ کښې د بشري حقوقو او ډیموکراسۍ مدعي او مدافع بولي.
آیت الله موحدي کرماني وویل: د ایران خلاف د امریکې له ټولو دسیسو او خباثتونو سره سره، واشنګټن د ایران د ولس په وړاندې د ماتې خوړلو ریکارډونو جوړ کړل او د بندیزونو د زیاتولو په شمول د ایراني ولس خلاف د امریکې وروستۍ دسیسې هم له ماتې سره مخ شوې.
د تهران د جمعې لمانځه خطیب همداشان د یمن کړکیچ د نړیوالې ټولنې په تیره بیا د امریکې او لویدیځ لپاره یو سخت ازمیښت وباله او زیاته یې کړه: د آل سعود رژیم او د سیمې د ځینو عربو هیوادونو لخوا د یمن د خلکو بې رحمانه وژلې وښودله چې له بشري حقوقو د امریکې او لویدیځ د ملاتړ ادعا تش دروغ او دوکه ده.