دصهونیسټ رژیم دچارواکوګستاخې خبرې دې نړیوال په جدی توګه وارزوی
بهرام قاسمی ټینګار کړی ، اسلامی ایران به دسیمې د سولې ، امنیت اوثبات په پیاوی کولو او د افکارو په خبرولو او دپراختیا اوهوساینې په لوړتیا سره د دغه ملت اوټاټوبی دبدغواړو سپیرۀ خوبونه او نیّتونه بې اغیزې کړی .
دایران د خارجه وزارت ویندوی بهرام قاسمی په یولړ څرګندونو کې په ډ اګه کړې ، دایران په ضد د صهونیسټ رژیم ګستاخې ، شرمونکی او له جهالته ډکې څرګندونې ، په پوځی اقدام د یوه لوی هیواد ګواښل ګڼل کیږی ، چې په چورلټ ډول به په نړیوالو او حقوقی اورګانونو او ټولنو کې تعقیب شی .
بهرام قاسمی د صهونیسټ رژیم وروستۍ دهغو لیوانیو او له جهالته ډکو څرګندونو په غبرګون کې چې دایران د پولو په داخل کې ئې پوځی عملیات ممکن ګڼلی دی ، زیاته کړې ، ایران له داسې ولسی ملاتړ او له پوځی اودفاعی توانمنیو برخمن دی ، چې د دغه شان جنګ غواړو ،کینه کښو لنډ فکره چټی خوبونو تعبیر ئې تل ناممکن کړی او دوی به په دغه شان ملنډو ، جاهلو او تکراری خبرو پښمانه کړی . دایران دخارجه وزارت ویندوی دصهونیسټ رژیم ریښه او بڼه موندل دسیمې دهیوادونو دګواښلو او پرې دتیریو په اساس بللی او وئیلی ئې دی ، دغهت تیریګر رژیم چې په منیځنی ختیځ سیمې کې د ډول ډول جنګونو او وژلو سرچینه او د امنیت اوثبات د ګډوډولو تر ټولو ا صلی عامل دی ، په سپین سترګیتوب ، او دروغو او په نورو په تپلو سره دسیمې د ثبات خبرې کوی . بهرام قاسمی ټینګار کړی ، اسلامی ایران به دسیمې د سولې ، امنیت اوثبات په پیاوی کولو او د افکارو په خبرولو او دپراختیا اوهوساینې په لوړتیا سره د دغه ملت اوټاټوبی دبدغواړو سپیرۀ خوبونه او نیّتونه بې اغیزې کړی .