صدیقی :دښمنان به ایران ته په ګوزار ورکولو کې ناکامه شی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i78929-صدیقی_دښمنان_به_ایران_ته_په_ګوزار_ورکولو_کې_ناکامه_شی
ښاغلی صدیقی همداراز د ایران ضد امریکا ظالمانه بایکاټونو ته په اشارې سره وویل د ایران خلک به د اسلامی انقلاب د معظم لارښود له لارښونو په پیروی سره یو ځل بیا له بایکاټونو تیر شی او دښمنانو ته به یو ځل بیا ثابته کړی چی د اسلامی نظام ملاتړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 14, 2018 11:53 Asia/Kabul
  •  صدیقی :دښمنان به ایران ته په ګوزار ورکولو کې ناکامه شی

ښاغلی صدیقی همداراز د ایران ضد امریکا ظالمانه بایکاټونو ته په اشارې سره وویل د ایران خلک به د اسلامی انقلاب د معظم لارښود له لارښونو په پیروی سره یو ځل بیا له بایکاټونو تیر شی او دښمنانو ته به یو ځل بیا ثابته کړی چی د اسلامی نظام ملاتړی دی .

 

د تهران د جمعې لمانځه خطیب حجت الاسلام والمسلمین کاظم صدیقی د اسلامی انقلاب له بریالیتوب راهیسې د ایران ضد دښمنانو دسیسو ته په اشارې سره وویل دښمنان به خپلو سپیرو هدفونو ته په رسیدا کې ناکامه شی .

د تهران د جمعې لمانځه خطیب د دې خبرې په کولوسره چی اوس د ایران اسلامی انقلاب له خپل بریالیتوبه د څلویښتو کلونو په تیریدا سره هماغه راز په غوړیدا دې زیاته کړه  د غلیمانو له دسیسو سره د مقابلې لپاره د سیمې د هیوادونو لام بندی او په عراق ، سوریه او لبتنان کې د هغو د دسیسو د ماتې لپاره د وسپنیز خنډ رامینځته کول ښی چی اسلامی انقلاب هماغه راز طراوت او تازګی لری .

ښاغلی صدیقی همداراز د ایران ضد امریکا ظالمانه بایکاټونو ته په اشارې سره وویل د ایران خلک  به د اسلامی انقلاب د معظم لارښود له لارښونو په پیروی سره یو ځل بیا له بایکاټونو تیر شی  او دښمنانو ته به  یو ځل بیا ثابته کړی  چی د اسلامی نظام ملاتړی دی .

ښاغلی صدیقی د فرانسې د خلکو پراخو اعتراضونو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل فرانسه چی د ایران پرضد د امریکا په دسیسه کې د واشنګټن شریکه ده پخپله بندون ته رسیدلی ده .