صدیقی :دښمنان به ایران ته په ګوزار ورکولو کې ناکامه شی
ښاغلی صدیقی همداراز د ایران ضد امریکا ظالمانه بایکاټونو ته په اشارې سره وویل د ایران خلک به د اسلامی انقلاب د معظم لارښود له لارښونو په پیروی سره یو ځل بیا له بایکاټونو تیر شی او دښمنانو ته به یو ځل بیا ثابته کړی چی د اسلامی نظام ملاتړی دی .
د تهران د جمعې لمانځه خطیب حجت الاسلام والمسلمین کاظم صدیقی د اسلامی انقلاب له بریالیتوب راهیسې د ایران ضد دښمنانو دسیسو ته په اشارې سره وویل دښمنان به خپلو سپیرو هدفونو ته په رسیدا کې ناکامه شی .
د تهران د جمعې لمانځه خطیب د دې خبرې په کولوسره چی اوس د ایران اسلامی انقلاب له خپل بریالیتوبه د څلویښتو کلونو په تیریدا سره هماغه راز په غوړیدا دې زیاته کړه د غلیمانو له دسیسو سره د مقابلې لپاره د سیمې د هیوادونو لام بندی او په عراق ، سوریه او لبتنان کې د هغو د دسیسو د ماتې لپاره د وسپنیز خنډ رامینځته کول ښی چی اسلامی انقلاب هماغه راز طراوت او تازګی لری .
ښاغلی صدیقی همداراز د ایران ضد امریکا ظالمانه بایکاټونو ته په اشارې سره وویل د ایران خلک به د اسلامی انقلاب د معظم لارښود له لارښونو په پیروی سره یو ځل بیا له بایکاټونو تیر شی او دښمنانو ته به یو ځل بیا ثابته کړی چی د اسلامی نظام ملاتړی دی .
ښاغلی صدیقی د فرانسې د خلکو پراخو اعتراضونو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل فرانسه چی د ایران پرضد د امریکا په دسیسه کې د واشنګټن شریکه ده پخپله بندون ته رسیدلی ده .