په ایټمی موافقې کې د ایران پاتیکیدادتهران ګټو پورې ا ړه لری
ښاغلی ظریف پر دې په ټینګار سره چی د امریکا بایکاټونه به د ایران د سیاستونو د بدلون سبب نشی وویل ایران به د تیلو خرڅولو او له نړیوالې ټولنې سره تعامل ته دوام ورکړی او هغه کسان چی له تهران سره یې تعامل پریښودلې دې ، بایلونکی دی
د ایران خارجه وزیر جواد ظریف وویل که په ایټمی موافقه کې د ایران ګټې تامین شی او اروپایی اتحادیه په خپلو ژمنو عمل وکړی ، نو اسلامی ایران به دغې موافقې ته ژمن وی .
ښاغلی ظریف د قطر د دوحې په نړیواله غونډه کې د دې خبرې په کولو سره چی له امریکا سره د ایران د خبرو لپاره هیڅ دلیل نشته دی ، زیاته کړه ایران هیڅکله له هغه هیواد سره چی د تهران لپاره ۱۲ شرطونه ټاکی ، خبرې اترې نه کوی .
ښاغلی ظریف پر دې په ټینګار سره چی د امریکا بایکاټونه به د ایران د سیاستونو د بدلون سبب نشی وویل ایران به د تیلو خرڅولو او له نړیوالې ټولنې سره تعامل ته دوام ورکړی او هغه کسان چی له تهران سره یې تعامل پریښودلې دې ، بایلونکی دی .
د ښاغلی ظریف د دې خبرې په کولو سره چی امریکا چی پخپله د اسیا په لویدیځ کې لاس وهنه کوی ، ایران د سیمې په چارو کې په لاس وهنې تورنوی جوته کړه ایران هر چیرته چی پوځی سلاکاران ورلیږلی دی ، د هغه هیواد د رسمی دولت په غوښتنه دی او ایران یوازې هغه وخت له سوریې ووځی چی د دغه هیواد دولت یې غوښتنه وکړی .