قاسمي: د ايران او عراق ښه تعلقات دوام لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i78997-قاسمي_د_ايران_او_عراق_ښه_تعلقات_دوام_لري
د ايران د خارجه وزارت وياند وويل، ايران او عراق د امريکې د بې نتيجې کوششونو باوجود ښه دوه اړخيز تعلقات لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 17, 2018 12:32 Asia/Kabul
  • قاسمي: د ايران او عراق ښه تعلقات دوام لري

د ايران د خارجه وزارت وياند وويل، ايران او عراق د امريکې د بې نتيجې کوششونو باوجود ښه دوه اړخيز تعلقات لري.

بهرام قاسمي نن د د کورنيو او بهرنيو خبريالانو په هفته واره ناسته کښې له ايران سره د اقتصادي ملګرتيا د کمولو په اړه د عراق په حکومت د امريکې د دباونو د زياتولو په باره کښې زمونږ د خبريال د پوښتنې په ځواب کښې وويل، عراق د ايران يو ښه ګاونډي او اقتصادي انډيوال دے او په دوه اړخيزو تعلقاتو کښې د خنډ پېدا کولو لپاره د امريکې بې فضول کوششونه په دغو تعلقاتو کښې خنډ نه شي رامنځته کولې.

قاسمي قطر ته د ايران د خارجه وزير د سفر او د نوې سيمه ايزې ډېپلومېسۍ جوړېدو په اړه وويل، د ايران سيمه ايز سياستونه هم تېر سياستونه دي چې د خپلو سيمه ايزو حقائقو او اهدافو په بنياد يې تعقيبوي.

قاسمي د ايران د تېلو او ګېسو د برخې په پراختيا کښې له مشارکت څخه د روسيې او چين د حکومتي شرکتونو د ډډې کولو په باره کښې وويل، تر هغه وخته چې د ايران د تېلو د صنعت په پراختيا کښې د برخې اخېستونکو حکومتونو لخوا سرکاري خبرتيا خپره نه شي دا ډول خبرونو ته پاملرنه نه شي کېدې له دې سره سره چې په سترو شرکتونو باندې د امريکې دباونه زيات دي چې له ايران سره ملګرتياوې بندې کړي. قاسمي د جمال خاشقجي د قتل په اړه د سعودي په خلاف د امريکائي سنېټرانو د سختو دريځونواو د په مينځني ختيځ کښې د ډونالډ ټرمپ د متناقضو سياستونو په باره کښې وويل، ټرمپ هر سحر په يو نه سنجول شوي او ناپوهه سياست سره يوه موضوع مطرح کوي، دغه، دغه سړے د نړۍ د زياترو هېوادوو په اړه متناقض چلندونه لري او له انصاف او منطقه بې برخې دے.

د خارجه وزارت وياند د فرانسې د وروستيو حالاتو په باره کښې هم وويل، د فرانسې مسئله يوه کورنۍ موضوع ده، خو د دغه هېواد حکومت پکار دي په زغم سره صلح ايز اعتراضات په مناسبه فضاء کښې په مديريت کړي.